د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ایران شخړه؛ جرمني عراق نه سرتېري وایستل


جرمني له عراق څخه ۳۲ سرتېري ویستلي او اردن کې یې دیره کړي دي
جرمني له عراق څخه ۳۲ سرتېري ویستلي او اردن کې یې دیره کړي دي

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان د وژنې په نتیجه کې د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د اړیکو د خرابوالي په ترڅ کې جرمني له عراق څخه لسګونه سرتېري وایستل.

د جرمني دغو سرتېرو د ایتلاف په چوکاټ کې په عراق کې د داعش پر ضد جګړې کې مرسته کوله.

د جرمني د پوځ يوه اعلامیه وايي چې عسکر یې بغداد ته نژدې د تاجي په کمپ کې دیره وو چې د سه شنبې په ورځ (جنوري۷) په الوتکو کې اردن ته لېږدول شوي او هلته د الازرق په نامه یو کمپ کې دېره کړل شوي دي. د دغو عسکرو شمېر ۳۲ دی.

د پوځ اعلامیه وايي: "هر وخت چې ضرورت پیدا شي، دا عسکر بېرته (عراق ته) لېږدول کېدای شي. زموږ د سرتېرو امنیت موږ ته تر ټولو مهم دی."

جرمني د داعش په ضد جګړې لپاره ۴۱۵ عسکر استولي وو چې د ایتلاف په چوکاټ کې یې ماموریت ترسره کاوه. د دوی ۱۲۰ تنه یې په عراق کې دیره دي. د جرمني د دفاع وزیر هایکو ماس ویلي دي چې هغوی د عراق د پارلمان په غوښتنه دغه هېواد ته عسکر استولي او که دا غوښتنه نه وي، هلته د عسکرو دېره کول مانا نلري.

"د داعش ضد جګړه مه خرابوئ"جرمني داسې مهال له عراق څخه خپل عسکر اردن او کویټ ته لېږدولي دي چې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني له وژلو وروسته د تهران او واشنګټن اړیکې خرابې شوي دي.

په همدې حال کې، د فرانسې د خبري اژانس د راپور په اساس، د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل، د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون او د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن په یوې ګډې اعلامیې کې پر عراق ټېنګار کړی چې د داعش پر ضد روانه جګړه دې نه خرابوي.

دا اعلامیه د یکشنبې په ورځ خپره شوې چې په کې ویل شوي: "په داسې حالت کې د (داعش ضد) ایتلاف ساتل ډېر مهم دي. موږ پر عراقي چارواکو غږ کوو چې له ایتلاف سره ضروري همکاري روانه وساتي."

دا ډول پرمختګونه او تغیرات له هغه وروسته مخې ته راځي چې د سلیماني له وژل کېدو وروسته ایران د پوځي غچ اخیستلو ګواښ وکړ او ولسمشر ټرمپ وویل که تهران د امریکا پر کوم هدف یا وګړي برید وکړ، پر ضد یې به يې له پرمختللیو پوځي وسایلو کار واخلي.

ولسمشر ټرمپ، قاسم سلیماني یو لوی ترهګر بولي چې د امریکايي چارواکو په خبره په بغداد کې د امریکا پر سفارت باندې په برید کې یې لاس درلود او یو شمېر امریکایان یې هم وژلي او ژوبل کړي دي.

XS
SM
MD
LG