د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني له افغانستان سره د ۴۲۰ میلیونو یورو مرسته اعلانوي


د جرمني پارلمان - برلین
د جرمني پارلمان - برلین

افغانستان کې د جرمني د همکاریو څانګه وايي چې د داوړو هېوادونو حکومتي پلاوي نن چهارشنبه سپټمبر۳۰ (تله ۹) کلنۍ غونډه کوي.

د دغې څانګې چارواکي وايي چې پدې غونډه کې چې له ویډیو کنفرانس له لارې کیږي، له افغانستان سره به د شااوخوا ۴۲۰ میلیونه یورو مرسته هم اعلان شي.

کابل کې د جرمني د همکاریو د اړیکو یو ویاند احمد شاه احمد په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "په دې کلنۍ غونډې کې به د افغانستان د مالیې وزارت او د جرمني د اقتصادي براختیا وزارت چارواکي سره خبرې وکړي."

د جرمني د همکاریو د څانګې د چارواکو په وینا دغه هېواد افغانستان کې دویم تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې ۴،۵ میلیارډه امریکايي ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.

دغه مرستې بېلابېلو ملکي برخو کې مصرف شوي دي. نیږدې ۲ میلیارډه ډالر د سولې په راوستلو کې، ۱،۳ میلیارډه د ښې حکومتوالۍ، یو میلیارډ د ښاري او اقتصادي پراخیتا او پاتې نورې یې د بشري مرستو په برخې کې دي.

جرمني تر ډېره د افغانستان په شپږو شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې فعالیت لري. بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان او سمنګان په دغو ولایتونو کې شامل دي.

د امریکا د متحده ایالتونو وروسته جرمني په افغانستان کې دویم پراخ نظامي حضور هم لري چې اوس مهال یې ۱۳۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG