د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس؛ د جرمني د یو ایالت د مالیې وزیر ځان وواژه


د هغه مړی د اورګاډي پټلۍ ته نژدې موندل شوی دی
د هغه مړی د اورګاډي پټلۍ ته نژدې موندل شوی دی

د کروناویروس له کبله پیدا شوي اقتصادي بحران د جرمني د هیسن ایالت د مالیې وزیر توماس شیفر ته ژور خپګان پیدا کړی و او چارواکي‌ وايي‌ هغه د همدغه خپګان له کبله ځان وژلی دی.

د دغه ایالت وزیر فولکر بوفییر د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري۱۰) وویل چې د ښاغلي شیفر مړی د اورګاډي یوې پټلۍ ته نژدې موندل شوی دی.

هغه وویل چې د مالیې ۵۴ کلن وزیر یې په دې اړه سخت خواشینی و چې د کرونا له کبله د پیدا شوي‌اقتصادي بحران سره به څنګه مبارزه وکړي.

د ویسبادن ښار څارنوالي وایي ‌چې ښاغلي شیفر ځان وژلی دی. ښاغلي بوفییر په یو ثبت شوي پیغام کې ویلي: "موږ هک حیران شوي یو. باور مو نه کیږي‌ او ډېر سخت خواشیني یو."

د هیسن په ایالت کې د فرانګفورټ ښار پروت دی چې جرمني او د اروپا مالي مرکز بلل کیږي. د اروپا مرکزي بانک هم په فرانګفورټ کې دی.

توماس شیفر لس کال د دغه ایالت د مالیې وزیر و او د بانکونو او حکومتي ادارو سره یې ښه کاري روابط‌ لرل. هغه د انګېلامېرکل د ګوند غړی و.

دوه ماشومان او ښځه یې ترې پاتې شول.

د کروناویروس تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۳۲زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۶۸۰زره نور پرې اخته دي.

په اروپا کې تر ټولو ډېر خلک په ایټالیا کې مړه شوي دي. د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن هم خبرداری ورکړی چې حالت د ښه کېدو په ځای په خراب لوري درومي.

XS
SM
MD
LG