د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس له منځه وړل ولې مشکل دي؟ 


ویروسونه د میلیونو کالو راهیسې شته او تل یې ژوند ته ګواښ پېښ کړی، هماغسې چې د کروناویروس نن په نړۍ کې په یوه لویه ستونزه بدله شوی دی.

ویروسونه بشپړه ژوندي موجودات ندي او یو شمیر پوهان وایي چې ویروس د کیمیاوي او بیولوژیکي حالت په منځ کې ځای لري. ویروس په حقیقت کې د نیوکلیک اسید یو مالیکول دی چې په پروتین پوخل شوی دی.

د جسامت له نظره ویروسونه ډیر کوچني دي او له ۲۰ نه تر ۴۰۰ نانومتره پورې قطر/ژوروالی لري یعنی یو ویروس د یو ویښته له قطر د زرمې حیصې په اندازه کوچنی دی.

د علمي څېړنو له مخې هماغه لحظه چې ویروس د انسان بدن ته داخلیږي پر سلولونو باندې برید کوي. پدې حالت کې د ویروس پروتیني پوخ په سلول باندې اثر کوي او ویروس په بشپړه توګه د متاثر شوي سلول د مالیکولي سیستم کنترول ترلاسه کوي او د ددې سلول یا حجرې د نیوکلیک اسیدونو نه په استفادې خپل ځان ته ورته ویروسونه تولیدوي.

پوهان پدې پوه شوي چې د بدن یوې حجرې ته له داخلیدو وروسته ویروس د څو ساعتونو په ترڅ کې د ځان په څیر لس زره نوي ویروسونه تولیدوي. د ویروس له راتګ څو ورځې وروسته د اخته شوي شخص د وینې په هر څاڅکي کې په میلیونونه ویروس موجود وي.

کروناویروس د ځان په څیر د نورو ویروسونو تولید د انسان د پزې او ستونې په سلولونو کې ترسره کوي او د بیمار شخص په هر ټوخي یا پرنجي باندې دغه ویروسونه په بهر کې خوریږي او نور پرې اخته کیږي. په ځینو ناروغانو کې دغه ویروس ځان د هغوی د بدن سږو ته رسوي او پدې حالت کې ډیر خطرناکه کیږي او کیدای شي چې اخته کسان ووژني. له همدې کبله دي چې ځینې وخت دغه ناروغي سخته او کله هم کمه او یا متوسطه وي.

د کرونا بله ځانګړتیا داده چې اعراض او نښې نښانې یې ډیر ورو راښکاره کیږي او مخکې له دې چې ناروغي د تشخیص وړ وي بیمار کس ویروس خپل شاوخوا کسانو ته خپروي.

د هغو ویرسونو وبا کیدل چې له حیواناتو څخه انسان ته سرایت کوي لکه کروناویروس، په تیره یوه پیړۍ کې په میلیونه کسان وژلي دي ځکه ددې ډول ویروس مخنیوی او له منځه وړل یې ډیر ستونزمن دي.

پوهان وایي د اکثرونو نورو ویروسونو برخلاف چې ساده جوړښت لري، کروناویروس یو څه پیچلی دی او کولای شي هغه ستونزې چې د اخته شوي کس په بدن کې د ځان په شان نورو ویروسونو د تولید په جریان کې رامنځ ته کیږي ډیر ژر اصلاح کړي.

کروناویروس د بل ډول کیدو زیات قوت لري چې په اسانه توګه یې له منځه وړل مشکل دي. همداشان نوی کروناویروس په اسانه ځان بدلولای شي او د ړوندي کوربه د محیط په څیر ځان عیاروي او که دا محیط د مار کلمې وي او که د شوپرک خوله او یا هم د انسان ستونی او سږي وي.

د انسان پر بدن باندې د ویروس یرغل د اخته کس د ایمني یا معافیوي سیستم د غبرګون سبب کیږي: هغه کیمیاوي مواد چې په بدن کې افرازیږي د بدن د حرارت درجه لوړوي او تبه رامنځ ته کیږي او د وینې په زرګونو سپینې حجرې په افت ځپلې ساحه کې راټولیږي. دا هماغه وخت دی چې شخص د ناروغۍ احساس کوي.

ددغو ناروغیو لپاره ډول ډول درمل شته چې مکروبونه له منځه وړي پرته له دې چې د انسان د بدن حجرې تاواني شي.

خو ویروسونه د انسان د بدن دننه د سلولونو نظام تر خپل کنترول لاندې راولي او د ویروس پروتین د انسان د انسان د سلول یا حجرې پروتین کیږي او د ویروس کمزورتیا د حجرې د کمزورتیا سبب کیږي او که د ویروس د له منځه وړلو لپاره درمل هم وي زیات امکان شته چې کوربه ته هم تاوان ورسوي.

په همدې دلیل د ویروس ضد درمل په ډیرې پاملرنې جوړیږي چې د نورو ویروسونو د تولید په وخت یواځې د ویروس په پروتیننونو اغیز وکړي او هغه له منځه یوسي. د هر ویروس پروتینونه ځانګړي وي او په همدې د یو ویروس ضد درمل په عمومي توګه په بل ویروس اثر نکوي.

د کروناویروس د ټولې پیچلتیا او تخریبي قدرت سره سره یوه ورځ دغه ویروس د وژنې قدرت او وړتیا له لاسه ورکوي او د هغو ویروسونو په قطار کې دریږي چې همدا اوس د ریزش او ذکام سبب کیږي، خو تر هغه وخته به په زرګونو کسان ووژني.

نو ددې لپاره چې په اوس وخت کې د کروناویروس د زرګونو قربانیانو په ډله کې رانشو، ښه ده چې دغو روغتیایي ټکو ته پاملرنه وکړو؛ دوه متره ټولنیز واټن رعایت کړو، په غونډو او ټولنو کې له ګډون ډډه وکړو، خپل لاسونه د ورځې څو ځلې په اوبو او صابون پریمنځو، د سترګو، پزې او خولې سره د لاس له تماس نه ډډه وکړو او تر هغه چې ویروس کنترول شوی نه وي په کور کې پاته شو.

XS
SM
MD
LG