د لاس رسي وړ اتصالات

بوریس جانسن د کرونا له کبله د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړ


د برتانیا صدراعظم په خپله هم په کرونا اخته دی
د برتانیا صدراعظم په خپله هم په کرونا اخته دی

د برتانیا صدراعظم بوریس جانس چې په خپله هم په کرونا اخته شوی دی د خپل هېواد ۳۰ میلیون نفوس ته خبرداری ورکړی دی چې وضعیت د ښه کېدو په ځای د خرابېدو په لوري درومي.

په هغه بیان کې چې د برتانویانو کورونو ته استول کیږي، ښاغلي جانسن له خلکو غوښتي دي چې د حکومت له لوري په ګرځیدو باندې لګول شوی بندیز جدي مراعت کړي او د خپل ځان ډېر خیال وساتي.

نوموړي په بیان کې لیکلي دي: "موږ پوهیږو چې وضعیت به تر ښه کېدو مخکې، لا نازک شي... په دغه ملي اضطراري حالت کې له تاسو ټولو غواړم چې په خپلو کورونو کې پاتې شی، د ځان او عامه خدمتونو خیال وساتی."

ښاغلي جانسن د جمعې په ورځ (مارچ۲۷) په خپل ټویټر کې اعلان وکړ چې په کرونا اخته شوی دی، ځان یې په کور کې قرنطین کړی او له کور څخه به د حکومت کارونه مخ ته وړي.

په همدې حال کې د برتانیا د حکومت یو وزیر مایکل ګوف ویلي چې حکومت د تلفاتو له کبله ډېر اندېښمن دی. هغه وویل چې اوس په برتانیا کې د ورځې ۲۵۰۰۰ خلک معاینه کیږي، مخکې به ۱۰۰۰۰ خلک د کرونا لپاره معاینه کېدل.

چارواکي‌ وايي‌چې کرونا په برتانیا کې تر دې دمه ۱۰۲۱ کسان مړه کړي‌ دي ‌او ۱۷۳۲۰ نور پرې اخته دي. د برتانیا چارواکي وايي‌ د دغه ویروس لوړې څپې به را روانو اونیو کې لا وپاریږي.

XS
SM
MD
LG