د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني ومنله چې په نمیبیا کې یې نسل وژنه کړې


په نمیبیا کې د هیریروز او نماس قبیلي غړي.
په نمیبیا کې د هیریروز او نماس قبیلي غړي.

جرمني نن جمعه مې ۲۸ (غبرګولي۷) ومنله چې په نمیبیا کې د ښکیلاک پر وخت یې نسل وژنه کړې او د دې پیښې د قربانیانو د کورنیو سره یې د ملیاردونو یورو مالي مرستو ژمنه کړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل، " مونږ به دې پيښو ته د اوس وخت د نظره ګورو او هغه نسله وژنه ده."

د بهرنیو چارو وزیر همدارانګه وویل چې د جرمني د اخلاقي او تاریخي مسؤلیت له مخې د نمیبیا او د قربانیو د کورنیو د غړیو نه د دې ظلمونو د کیدو په خاطر بښنه غواړي.

جرمني د ۱۸۸۴ نه نیولې تر ۱۹۱۵ کاله پورې په نمیبیا کې ښکیلاک درلود.

هلته د جرمني د ښکیلاک اوسیدونکو د سیمې لسګونه زره کسان ووژل چې تاریخپوهانو د شلمې پیړۍ لومړنۍ نسل وژنه بللې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې د نمیبیا د خلکو د کړاونو د درک په هدف به د ۱.۱ ملیادر یورو په ارزښت پدې هیواد کې د بیا رغونې او پراختیا په برخه کې مالی مرستې وکړي.

د نمیبیا د جمهور رئیس هاګي ګینګوب ویاند ویلي چې د جرمني لخوا دا منل چې نسل وژنه یې کړې، د سم لور په خوا لومړنی ګام دی.

هغه د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " دا د دویم ګام لپاره اساس دی او هغه د بښنې غوښتل دي او تر هغې وروسته به د تاوان ورکولو پړاو وي. "

خو بل پلو بیا په جرمني او نمیبیا کې د بشري حقونو فعالینو انتقاد کړی چې د تاوان پیسې په مستقیمه توګه هغو قبیلو ته نه ورکول کیږي چې خپل خپلوان یې پدې نسل وژنې کې وژل شوي وو.

دغو ډلو ویلي چې د هیریرو او ناما د ټولنو سره سلا مشورې هم ندي شوي او پلان لري چې په جرمني او نمیبیا کې مظاهرې وکړې.

نمیبیا ته د ۱۸۸۴ او ۱۹۱۵ کالونو تر منځ چې جرمني پکې واکمن وو، د برلین جنوب لویځه افریقا ویل کیده. خو وروسته بیا د ۷۵ کالونو لپاره د جنوبي افریقا برخه شوه او په پای کې په ۱۹۹۰ میلادي کال خپلواک هیواد شو.

XS
SM
MD
LG