د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني پر بلاروس د ډیرو بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس د سه شنبې په ورځ نومبر ۹‌( لړم ۱۸) د بلاروس پر حکومت د ډیرو بندیزونو د وضع کیدو غوښتنه وکړه.

دغه جګپوړي جرمني دیپلومات د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو تورن کړی چې د پولنډ پولې ته د مهاجرو په استولو سره له هغوی څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

ښاغلي ماس وویل:"موږ به پر ټولو هغه کسانو چې د کډوالو په هدفمندانه چاقاق کې ونډه لري، بندیزونه ولګوو."

دغه جرمني‌ چارواکي د بلاروس جمهور رئیس ته په خطاب کې ویلي دي چې ښاغلي لوکاشینکو باید دا درک کړي چې محاسبات به یې ګټور تمام نشي. هغه ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه به یوځای کار وکړي څو "د لوکاشینکو د رژیم پر وړاندې بندیزونه تمدید او تشدید شي."

ښاغلي ماس وویل:" نشي‌ کیدای چې اروپايي ټولنه تهدید سره مخ شي."

یاد جرمني‌ چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې بیان کړي دي چې همدا اوس په زرګونه کډوال په سړه هوا کې د بلاروس او پولنډ په پوله کې چې د اروپايي ټولنې غړی هیواد دی، ګیر پاتې دي.

پولنډي چارواکو د روسیې او بلاروس په تورنولو سره ویلي دي چې یاد هیوادونه د پولنډ پولې ته د زرګونو کډوالو په استولو سره هڅه کوي چې د اروپا امنیت تهدید کړي.

غربي منتقدانو د میاشتو راپدیخوا ویلي لوکاشینکو له منځني ختیځ څخه کډوالو خپل هیواد ته بیایي او بیا یې له هغه ځایه د اروپا سرحد ته انتقالوي او دا د اروپايي ټولنې د وضع شویو تعزیراتو په وړاندې غچ اخیستونکی اقدام دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د اروپا په سرحد کې د مهاجرانو وضعیت "ویرونکی" بللی او ویلې یې دي چې جمهور رئیس لوکاشینکو پیچلې او خطرناکه لوبه پیل کړې چې خپله هم ورڅخه د وتلو لار نلري.

پر بلاروس د نویو بندیزونو د لګولو له وړاندیز سربیره، ښاغلي ماس ویلي دي‌ چې اروپايي ټولنه چمتو ده څو د ټولو هغو هیوادونو او هوایي او ټرانسپورتي شرکتونو په وړاندې لاس په کار شي چې له منځني ختیځ څخه د اروپا د پولو په طرف د انسانانو په قاچاق کې لاس لري.

د غیرقانوني مهاجرو د شمیر په زیاتیدو سره چې له بلاروس سره د شرقي اروپا له پولو څخه تیریږي، د یادې ټولنې پر هغو غړو هیوادونو فشارونه زیات کړي دي چې خپله هم نه پوهیږي په دومره پراخه کچه له راتلونکو مهاجرو سره څنګه مقابله وکړي.

بلاروس له ختیځ څخه له روسیې، جنوب څخه له اوکراین ، له شمال او لودیځ څخه له لتوانیا او پولنډ سره پوله لري. پولنډ د اروپایي ټولنې او ناټو سازمان غړی هیواد دی.

XS
SM
MD
LG