د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین، د جمعې په ورځ، د اکتوبر شپږمه (تلې ۱۴مه) ادعا وکړه، چې روسي ځواکونو هیڅکله په اوکراین کې ملکي تاسیسات نه دي په نښه کړي.
مسکو دا ادعا یوه ورځ وروسته له هغه کوي، چې کیف، مسکو پر ملکي سیمو د توغندیو په بریدونو تورن کړ، چې د یوه کوچني ماشوم او د هغه د مور په ګډون یې تر ۵۰ ډېر کسان ووژل. دغه راکټي برید د ګروزا په ختیځ کې شوی دی.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف، د جمعې په ورځ په یوه خبري ناستې کې وویل: "یو ځل بیا ټینګار کوو، چې د روسیې پوځ پر ملکي اهدافو بریدونه نه کوي." بریدونه په پوځي اهدافو یا پرسونلو ترسره کیږي. "
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایګور کلیمینکو وویل، چې په وژل شویو کسانو کې یو شپږ کلن ماشوم هم شامل دی. هغه وویل: "۶۰ کسان د یو کلیوال په مړي کې راټول شوي وو."
کلیمینکو وویل چې لومړي شواهد ښيي چې د اسکندر په نوم میزایل په دغې سیمې باندې توغول شوی، هغه وویل:"د ژغورنې او لټون عملیات روان دي، ښایې اوس هم خلک تر کنډوالو لاندې وي. "
ګروزا د کوپیانسک ښار په ۳۰ کیلو مټرۍ کې ده. اوکرایني ځواکونو تېرکال دا سیمه له روسي ځواکونه څخه ونیوله او روسیي ځواکونه اوس هڅه کوي چې بېرته یې ونیسي.
د اوکراین پر ملکي سیمو د روسیې له راکټي بریدونو وروسته، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بایربوک وویل، هېواد به یې د روسیې له توغندیزو بریدونو څخه د اوکراین د خوندیتوب لپاره "هرڅه چې شونې وي" ترسره وکړي.
نوموړې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي: "تر هغه چې پر پلورنځیو او کافي شاپونو باندې د راکټونو د لګیدو غږ راځي، تر هغه به موږ د پوتین له راکټي تروریزم څخه د اوکراین د ژغورنې لپاره هرڅه چې اړین وي، ترسره کړو. "
تر دې مخکې، د جرمني صدراعظم، اولاف شولتز د هسپانیا په ګراناډا سیمه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره تر کتنې وروسته ویلي و، چې برلین د کیف لپاره د پاټریوټ هوايي دفاعي سیسټم د برابرولو لپاره په ګډه کار کوي.
فورم \ دبحث خونه