د لاس رسي وړ اتصالات

یونان او جرمني د ترکیې د "ناقانونه" فعالیتونو د بندولو غوښتنه وکړه


جرمني پر ترکیې غږ وکړ چې مدیترانې کې دې ناقانونه فعالیتونه بند کړي
جرمني پر ترکیې غږ وکړ چې مدیترانې کې دې ناقانونه فعالیتونه بند کړي

د یونان د بهرنیو چارو وزیر وايي د مدیترانې بخیرې په ختیځ کې د ترکیې "ناقانونه" فعالیتونه له اروپايي ټولنې سره د انقرې او ناټو اړیکې تهدیدوي.

یونان له ترکیې سره له ډېره وخته د هوايي او ځمکنیو سرحدونو، د نژاد په اساس د قبرس د وېشلو او یو لړ نورو مسایلو په اړه ستونزې لري.

په ختیځې مدیترانې کې په لانجمنو سیمو کې د ترکیې او قبرس، چې د یونان نژدې ملګری دی، له لوري د طبعي ګازو استخراجولو دا ستونزې نورې هم رادبره کړې.

د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوز دندیاس په اتن کې د خپل جرمني سیال هېیکو ماس سره په خبرو کې وویل: " د ترکیې ناقانونه او پاروونکی چال چلن یوازې دا نه چې د ختیځې مدیترانې د سولې او ثبات لپاره جدي‌ عواقب لري، بلکې د ناټو او په اروپايي ټولنې کې یې د ایتلافیانو د اتحاد لپاره هم جدي عواقب لري. "

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل که ترکیه له اروپايي ټولنې سره په اړیکو کې پرمختګ غواړي، باید د ختیځې مدیترانې په اوبو کې د طبعي زیرمو استخراج بند کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت ګاوزوګلو تېره اونۍ ویلي وو چې ترکیه به په لانجمنو اوبو کې د کېندنو او استخراج لپاره تحقیقات پیل کړي.

هغه وايي چې په دې اړه یې د لیبیا له حکومت سره یې چې په نړیواله کچه رسمیت لري، تړون کړی دی.

XS
SM
MD
LG