د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د جرمني نه د گولن د ډلې غیر قانوني کول غواړي


د جرمني صدراعظمه انگلا مرکل او د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان
د جرمني صدراعظمه انگلا مرکل او د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ٢٧) جرمني ته درې ورځنۍ سفر کړی او غواړي د اروپایي ټولنې د ستر اقتصاد لرونکي هیواد جرمني سره خپلې کړکیچنې اړیکې ورغوي.

د جرمني په پلازمینه په برلین کې نن د جمعې په ورځ (سپتمبر ٢٨) د میرمن مرکل سره په خبري کنفرانس کې ښاغلي اردوغان پر جرمني غږ وکړ چې د فتح الله گولن ډله دې پدې هیواد کې غیر قانوني اعلان کړي او ددې ډلې په سلگونو پلویان دې له جرمني نه وباسي.

د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د غوښتنې په غبرگون کې وویل چې د فتح الله گولن د ډلې د غیر قانوني گڼلو لپاره جرمني زیاتو شواهدو ته اړتیا لري.

د ترکیې حکومت ښاغلی گولن چې د امریکا په متحده ایالاتو کې په خپله خوښه جلا وطن دی د ترکیې د ٢٠١٦ کال د ناکامې کودتا طرح کوونکی گڼي.

میرمن مرکل د ښاغلي اردوغان په ځواب کې وویل چې دوی د ترکیې له لورې وړاندي شوي شواهد جدي گڼي، خو پدې اړه زیاتو جزییاتو ته اړتیا ده.

ترکیه همداشان له جرمني نه غواړي چې د ترکیې د حکومت د اپوزیسیون د جمهوریت په نامه ورځپاڼې پخوانی مدیر جان دوندر دوی ته ور په لاس کړي. د ترکیې جمهور رئیس اردوغان وایي "دا شخص د ترکیې د قانون له مخې په جنایت محکوم شوی دی".

ښاغلی دوندر او د هغه یو همکار په ٢٠١٦ کې په پنځه کاله بند محکوم شوي دي. دوی یوه ویدیو خپره کړې وه چې گواکې د ترکیې استخباراتي اداره سوریې ته وسلې انتقالوي. دوی بیا په ضمانت خوشې شول او ښاغلی دوندر له ترکیې وتښتید.

د جرمني صدراعظمه وایي دوی د گولن د یو شمیر مشکوکو کسانو پسې گرځي چې ترکیه یې غوښتنه کوي خو فکر نه کوي چې دوی دې په جرمني کې وي.

د جرمني صدراعظمې همداشان د ترکیې د جمهور رئیس سره پدې موافقه کړې چې د سوریې د ادلیب د حالاتو په اړه د ترکیې د جمهور رئیس اردوغان د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د فرانسې د جمهور رئیس ژمکرون سره غونډه وکړي. د هغې په وینا دغه غونډه به د اکتوبر په میاشت کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG