د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني جو بایډن ته مبارکي ورکړه


عبدالله عبدالله هم بایډن ته ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې

ولسمشر محمد اشرف غني جو بایډن او کاملا هریس ته د بریا مبارکي ویلې ده.

جو بایډن تیره ورځ د ۵۳۸ رایو له جملې څخه د ۲۷۳ رایو په تر لاسه کولو سره د دغه هیواد د رسنیو لخوا بریالی اعلان شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه نومبر اتمه (لړم ۱۸) ښاغلي بایډن ته د مبارکۍ پیغام کې امریکا د افغانستان ستراتیژیک ملګری بللی دی.

ښاغلي غني زیاته کړې چې له امریکا سره د افغانستان ستراتیژیکه ملګرتیا به له تروریزم سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدو لپاره پیاوړې او نور هم دوام پیدا کړي.

ښاغلي غني ویلي: "د امریکا متحده ایالات زموږ ستراتېژیک شریک دی. له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ ستراتېژیک مشارکت به له ترهګرۍ سره په مبارزه او په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت په برخو کې پیاوړی او دوام وکړي."

افغان ولسمشر د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

بلخوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د متحده ایالاتو ولسمشریزو ټاکنو کې کې بایډن او هریس ته د بریا مبارکي ویلې ده.

ښاغلی بایډن پرون شنبه په پنسلوانیا کې تر بریالیتوب او په دغه ایالت کې تر ۲۰ رایو ګټلو وروسته تر خپل سیال ډونالد ټرمپ مخکې شو او لږ وروسته نوموړی په نودادا ایالت کې هم ګټوونکی اعلان شو او د ګټلو رایو شمېر یې ۲۷۹ ته پورته شوو.

ښاغلی بایډن تیره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د رسنیو لخوا په ټاکنو کې ګټوونکی اعلان شو.

د افغانستان په ګډون د نورو هیوادونو مشرانو هم ښاغلي بایډن ته د بریا مبارکي ویلې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ښاغلي بایډن او کاملا هریس ته د بریا مبارکۍ پیغام کې ویلي چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې ټینګېدو برخه کې له امریکا متحده ایالاتو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

جوبایډن له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ پورې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما مرستیال و او تر هغه مخکې ۳۶ کاله د دغه هېواد د سنا غړی پاتې شوی و.

د جوبایډن مرستیاله، میرمن کاملا هریس ۵۵ کلنه ده او لومړۍ تورپوستې میرمن ده چې د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه ټاکل کیږي.

میرمن هریس د کالیفورنیا په اوکلانډ کې زیږیدلې ده. پلار یې د جمیکا او مور یې هندۍ وه.

ښاغلي بایډن د انتخاباتي رایو برسیره، عمومي رایې هم ګټلې دي. بایډن ته په دغو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ په پرتله شاوخوا ۴ میلیونه ډیرو امریکایانو رایه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG