د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله به ډېر ژر د مصالحې عالي شورا مشر وټاکل شي ـ دانش


 ځینو رسنیو بیا راپور ورکړی چې د ګډو حکومت په اړه دعبدالله عبدالله طرحه وروستۍ شوې ده.
ځینو رسنیو بیا راپور ورکړی چې د ګډو حکومت په اړه دعبدالله عبدالله طرحه وروستۍ شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم مرستیال محمد سرور دانش دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي ناندرۍ به ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

د یادې اعلامیې په اساس ښاغلي دانش د پنجشنبې په ورځ اپريل ۳۰ غويي۱۱) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې دبیرا لاینز سره د ویډیويي کنفرانس له لارې ویلي:"د یووالي د ټینګښټ او همغږۍ لپاره د ملي مشارکت حکومت په چوکاټ کې هڅې روانې وې،په راتلونکو څو ورځو کې به دواړه لوري یوه وروستي توافق ته ورسیږي او ښاغلی عبدالله عبدالله به د مصالحې عالي شورا مشري په غاړه واخلي."

خو د افغانستان ځینو رسنیو بیا راپور ورکړی چې د ګډو حکومت په اړه دعبدالله عبدالله طرحه وروستۍ شوې ده.

په دغه طرحه کې د سیاسي مشرانو په ګډون د عالي دولتي شورا رامنځته کېدل، اجرائیوي صدارت او د سولې بهیر مشري د ثبات او همپالنې ټېم ته ورکول، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د رهبرۍ شورا رامنځته کول، عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکول او ۵۰ سلنه، وزیران، معینان، سفیران او عمومي رئیسان د ثبات او همپالنې ټېم ته ورکول د دغه طرحې مهمې برخې دي.

خو تر دا مهاله د عبدالله عبدالله دفتر په رسمي ډول دغه طرحه نه ده تائید کړې.

سوله او د کرونا ویروس

ښاغلي دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې سره په دغه ویډیويي کنفرانس کې د سولې بهیر، طالبانو سره خبرې او د کرونا ویروس په وړاندې د حکومت د مبارزه په اړه هم خبرې کړي دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم معاونیت د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې اغلې لاینز ویلي:"د کرونا ویروس په پراخېدو سره افغانستان له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې سختې ورځې په مخکې لري" د نوموړې په خبره ملګري ملتونه له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

په افغانستان کې تر پرون پنجشنبې پورې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۱۷۱ ته رسېدلی و او ۶۴ تنه یې مړه کړي و.

XS
SM
MD
LG