د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ایا د دولت نشتون کې نکاح رواه ده؟


ښاغلي غني له دیني عالمانو وپوښتل چې ایا د دولت له مشروعیت پرته نکاح کیږي

افغان ولسمشر په هغو سیمو کې چې د دولت حاکمیت نشته د خلکو په شخصي معاملاتو او آن نکاح شک ښودلی دی.

محمد اشرف غني په ارګ کې د دیني عالمانو او نورو مخورو سره " د قران د نزول د اونۍ" د لمانځلو په یوې غونډې کې وپوښتل چې د دولت په نشتوالي کې نکاح رواه ده کنه.

ولسمشر غني وویل "تاسو له ما دفاع نکوئ، تاسو له حکومت څخه دفاع نکوئ بلکې تاسو د خپل اسلامي نظام څخه دفاع کوئ.... آیا د دولت له موجودیت پرته نکاح روا کیږي؟".

د ښاغلي غني پوښتنه پداسې حال کې مطرح کیږي چې د امریکا د دفاع وزارت د یوه تازه راپور پر بنسټ د افغانستان ۱۱ سلنه وګړي د طالبانو تر واک یا نفوذ لاندې سیمو کې ژوند کوي.

نکاح په اسلام کې یو مسنون عمل بلل کیږي او شاید دا د هغو مسایلو په ډله کې وي چې تقریبآ سني او شیعه عالمان پرې متفق دي.

په امریکا کې د مصطفي د اسلامي مرکز امام قاري ولي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د نکاح لپاره دوه شرطونه " ایجاب او قبول" مهم دي او په خبره یې دا په هره سیمه او هر ځای کې کېدای شي.

نوموړي وویل چې د نکاح لپاره "د دولت اونظام موجودیت یوه بې مورده او بې مناسبه مسئله".

د جعفري فقهې یو شیعه عالم سید عالمي هم امریکا غږ اشنا ته وویل چې نکاح یوه شخصي مسئله ده، په دولت او حاکمیت پورې هېڅ تړاو نلري.

نوموړي وویل"واده او نکاح شخصي احوال دي. د شرعي قانون په اساس واده او نکاح په مشروع او غیر مشروع دولت او حاکمیت پورې هېڅ تړاو نلري. نکاح، نکاح ده."

البته بلوغیت، عقولیت او د مهر ټاکل هم د نکاح مهمې برخې بلل کیږي، خو د دولت او جغرافیې پورې یې محدودل، د ديني عالمانو په خبره د نکاح لپاره شرط نه دی.

معاملات

ښاغلي غني وویل چې د نظام هدف دا دی چې باید فتنه ختمه شي او "دا د دیني عالمانو دنده چې د فتنې مخه ونیسي". په تېر وخت کې یو شمېر افغان چارواکو په افغانستان کې روان جنګ فتنه بللې وه.

ولسمشر غني همدغه راز په خپلو خبرو کې ویلي "ایا کوم داسي بل نظام لرئ، چې له مشروع دولت پرته دې په کې معاملات وشي."

خو ښاغلی عالمي وايي "ډېر خلک د ډېرو حاکمیتونو لاندې ژوند کوي، خو ښايي له دغو حاکمیتونو څخه خوښ او راضي نه وي خو له مجبورۍ به هلته ژوند کوي، مګر دا په دې مانا نه ده چې که دولت مشروع نه و، واده به باطل او یا معاملات او روابط به نا مشروع وي".

پر ولسمشر غني باندې یو انتقاد دا دی چې په دیني مسایلو کې ځینې وخت تېروتنې کوي. ده یو وارې د مسلمانانو د پیغمبر لمسی حضرت حسین د "خدای لمسی" یاد کړی و، خو وروسته یې بیا وویل چې دا یوه لفظي تېروتنه وه.

XS
SM
MD
LG