د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال وایي چې ښاغلی غني به ژر د یو شمېر ترهګرو د اعدام حکم وکړ.
نجیب ازاد د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د حقانې شبکې د محکومو غړو په ګډون د یو شمېر کسانو د اعدام د حکم مکتوبونو ولسمشر ته رسېدلي خو هغه لا امضا کړي نه دي.
ښاغلي ازاد وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دغو کسانو د اعدام حکم لاسلیک شي. په کابل کې د چهارشنبې له برید وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالانو د حقاني شبکې او طالبانو د یو شمېر محکومو کسانو د اعدام غوښتنه وکړه.
له ښاغلي ازاد سره د جعفر هاند مرکه دلته واورئ.