د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ټاکنو کې د درغلیو لپاره هېڅ ځای نشته ـ د امریکا سفارت


د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې پر شپږمه تر سره شوې
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې پر شپږمه تر سره شوې

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، په افغان ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو لپاره هېڅ ځای نشته.

دغه سفارت د اکتوبر پر ۸مه «تلې۱۶مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د دوی کار کوونکو د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتو له مرکز څخه لیدنه کړې او د دغه مرکز د کار کوونکو د نه ستړي کېدونکو هڅو ستاینه یې کړې ده.

د امریکا سفارت همدارنګه زیاته کړې: "افغان رای ورکوونکي باید دا ډاډ تر لاسه کړي، چې یوازې قانوني رایې، په شفافیت او بې طرفۍ سره شمېرل کېږي."

پر همدې مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ویلي، چې په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیالې کرین دیکر د ټاکنو د تر سره کېدو او پایلو د جمع بندۍ په اړه د کمېسیون له مشرۍ او نورو غړو سره وکتل.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې په کابل کې د امریکا سفارت مرستیالې په بریالیتوب سره د افغان ټاکنو په تر سره کېدو سره په خوښي ښودلو سره ویلي، چې امریکا له یاد بهیر او افغانانو څخه ملاتړ خپل مسؤلیت ګڼي.

اغلې دیکر ویلي:"امریکا په افغانستان کې د ډموکراسۍ د پایښت لپاره له تېرو ۲۰کلونو پانګونه کړې او شل کاله نور هم حاضره ده په دې برخه کې ستاسو سره کار وکړي."

د ټاکنو کمېسیون په خپل ویب سایټ کې ویلي، چې د ټاکنو کمېسیون مشرۍ حوا علم نورستانۍ په دغه لیدنه کې ویلي:"دواړه کمېسیونونه په شفاف او بې طرفانه ډول خپل کارونه مخته وړي او د هیڅ چا تر فشار لاندي نه دي."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روانې «تلې میاشتې پر شپږمه» نېټه تر سه شوې، چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې ټول ټاکنیز مواد له ولایتونو څخه کابل ته انتقال شوي دي چې دا مهال یې سیسټم کې د ځای پر ځای کولو چارې روانې دي.

په کابل کې د امریکا سفارت پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې یو شمېر نوماندانو په تېرو ټاکنو کې د درغلیو د تر سره کېدو په اړه شکایتونه کړي دي.

یادو کاندیدانو ویلي، چې په ولسمشریزو ټاکنو له بایومیټریک پرته نورې کارول شوي رایې نه مني.

بلخوا د ولسمشریزو ټاکنو دوو نوماندانو عبدالله عبدالله او د اشرف غني ټېم په یادو ټاکنو د بریا ادعاوې کړي دي.

خو د امریکا په ګډون له ټاکنو څخه د ملاتړ نورو بنسټونو ویلي، چې د پایلو د اعلانولو صلاحیت یوازې ټاکنیز کمېسیونونه لري، او له نوماندانو څخه یې غوښتي چې د خپل بریا په اړه له وړاندوینو څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG