د لاس رسي وړ اتصالات

د مصالحې شورا د طالبانو سره خبرو ته مذاکراتي ټېم ټاکي


د افغانستان د روغې جوړې او یا مصالحې عالي شورا په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ لومړنۍ غونډه وکړه.

ښاغلي غني، د روغې جوړې یا مصالحې د عالي شورا په لومړنۍ غونډه کې وویل، چې په دغه ناسته کې به له طالبانو سره د سولې د مذاکراتي ټېم او په قطر کې د جوړېدونکي ناستې په اړه پرېکړې وشي.

طالبانو ویلي دي چې دا کنفرانس د مسکو د کنفرانس په څېر یو کنفرانس دی چې د دغې ډلې د اعلامیې له مخې ګډونوال په کې یوازې خپل نظریات څرګندوي. د طالبانو اعلامیه وايي چې دا کنفرانس د مذاکراتو برخه نه ده.

د غه ناسته چې نن یکشنبه د «وري میاشتې پر ۱۸مه» نېټه په ارګ کې وشوه د پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ، عبدالرب رسول سیاف، محمد محقق او د ښځو او دیني عالمانو په ګډون د بېلابېلو ډلو استازو ګډون کړی و.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې دغه ناسته د تېرو دوو میاشتو هڅو پایله ده چې ګډونوال به یې د هېواد د ښې راتلونکي، د سولې پروسې اهدافو او د مذاکراتي ټېم په اړه مهمې پرېکړې وکړي.

ښاغلي غني وویل، که څه هم دا ګډونوالو پوري اړه لري چې د مذاکراتي ټېم غړي د کومو معیارونو له‌مخې ټاکي، خو ټینګار یې وکړ چې په دې اړه د خلکو مشورو ته باید جدي پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه:"هغه معیارات چې په تېرو میاشتو کې افغان ولس په مشورو کې شریک کړي دي،هغه ته باید جدي توجه وشي،مثلاً د هغه افرادو له ټاکلو څخه دي ډډه وشي چې په واضح ډول د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو پر ضد غږیږي، د نظام پر ضد عږیږي او د ولسواکۍ پروسې پر ضد غږیږي."

ولسمشر غني همدارنګه وویل، چې مذاکراتي ټېم باید نوو واقعیتونو په کتو د ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو استازیتوب هم وکړای شي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت د تېر مېلادي کال په نومبر میاشت کې له طالبانو سره د خبرو اترو په هدف یو ۱۲ کسیز مذاکراتي ټېم اعلان کړی و، خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټينګار وکړ چې دغه مذاکراتي ټېم باید پراخ شي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي و چې د افغان حکومت په مشرۍ دي داسې یو پراخ مذاکراتي ټېم رامنځته شي چې د ټولو ډلو غړې پکې شامل وي.

افغان حکومت تر هغه وروسته وویل، چې د یو اغېزمن مذاکراتي ټېم رامنځته کولو په اړه یې د سیاسي جهادي‌ او نورو ډلو له استازو سره سلا مشورې پیل کړي دي.

ولسمشر غني تېره اونۍ د سولې په اړه د یو واحد نظر رامنځته کولو په اړه د سیاسي‌ او جهادي ډلو له مشرانو سره هم کتلي و.

د روغي جوړي عالي شورا پر داسې مهال د مذاکراتي ټېم په اړه غونډه کوي چې ټاکل شوې د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۵مه په قطر کې د افغان سولې په اړه د جهادي‌ او سیاسي مشرانو او طالبانو ترمنځ غونډه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG