د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر غونډه دې د سولې له مشورتي جرګې وروسته وشي- داودزی


د جهادي او سیاسي مشرانو او طالبانو ترمنځ د مسکو غونډې په دوام بله غونډه په قطر کې جوړېږي
د جهادي او سیاسي مشرانو او طالبانو ترمنځ د مسکو غونډې په دوام بله غونډه په قطر کې جوړېږي

د سولې عالي‌ شورا غوښتنه کړې چې په قطر کې دې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ غونډه د سولې له مشورتي لویې جرګې وورسته وشي.

ټاکل شوې د افغانستان د سیاسي او جهادي مشرانو او طالب استازو ترمنځ د مسکو غونډې په دوام بله غونډه په راتلونکې اپریل میاشت کې په داسې حال کې چې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه هم تر سره کېږي جوړه شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داودزي د یکشنبې په ورځ د «وري/ حمل پر ۴مه» خبریالانو ته وویل چې په قطر کې د افغان سیاسیونو او طالب استازو ترمنځ ناسته د یو «اکاډمیک» بنسټ لخوا جوړېږي و د سولې عالي شورا له دغه بنسټ سره په اړیکه کې ده.

عمر داودزی
عمر داودزی

ښاغلي داودزي وویل:"یوازینۍ ملاحظه چې د سولې عالي شورا یې لري، د دغه ناستې د تر سره کېدو نېټه ده، په دې خاطر چې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې ته ډېر لږ وخت پاتې کېږي... موږ دې ته لومړیتوب ورکوو چې د دوحې ناسته دي د سولې د مشورتي لویې جرګې وروسته تر سره شي."

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر ټینګار وکړ که چیري په دوحه کې د افغان سیاسینو او طالب استازو ترمنځ غونډه د سولې مشورتي جرګې تر جوړېدو مخکې تر سره شي نو دغه «بین الافغاني» ناسته به د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې پر تر سره کېدو زیات «تاثیر» ولري.

پر همدې مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر چې د مسکو او دوحیې غونډې د همغږۍ چارې مخته وړي‌ وايي، چې دغه غونډه کې د ګډون په هدف د سیاسي ګوندونو او نورو سیاسي او جهادي بهیرنو د استازو چمتووالی روان دی.

د حامد کرزي د دفتر ویاند یوسف ساها امریکا غږ ته وویل چې دغه «بین الافغاني‌» ناسته ټاکل شوې د اپریل میاشتې پر «۱۴مه او ۱۵مه» په دوحه کې تر سره شي.

ښاغلي ساها وویل:" چمتووالی روان دی تر اوسه وروستی شوی نه دی، هڅې روانې دي چې د افغانستان د ټولو قومونو او قشرونو یوه لویه ډله استازي د بین الافغاني مذاکرات کې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړ شي چې د اپریل پر ۱۴مه او ۱۵مه تر سره کېږي."

د حامد کرزي‌ دفتر د دغه غونډې د همغږۍ چارې مخته وړي
د حامد کرزي‌ دفتر د دغه غونډې د همغږۍ چارې مخته وړي

د حامد کرزي دفتر وايي، چې د دغه ناستې تر سره کېدو نېټه د قطر هېواد لخوا تعیین شوې ده، ممکن تر ۲۰۰ تنو پورې د افغانستان د خلکو استازې پکې ګډون وکړي.

افغان حکومت تر دامهاله په قطر کې د افغان سیاسیونو او طالب استازو ترمنځ د غونډې په اړه څه نه دي‌ ویلي،خو تر دې مخکې په مسکو کې له ورته غونډې سره مخالفت څرګند کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد مخکې ټینګار کړی و چې له طالبانو سره دي د مذاکراتو په هدف د افغان حکومت په مشرۍ یو افغان شموله پلاوی چې د سیاسي او جهادي مشرانو او نورو قشرونو استازي هم پکې شامل وي رامنځته شي.

که څه هم افغان حکومت تر دې مخکې له طالبانو سره د حکومت په استازیتوب ۱۲ کسیز مذاکراتي پلاوی ټاکلی، خو په دې وروستیو کې ولسمشرۍ ماڼۍ خبرداری ورکړ چې د یو اغېزمن مذاکراتي ټېم پر رامنځته کولو یې کار پیل کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ هغه مهال ویلي و چې د سیاسي جریانونو څخه غوښتي چې په دغه مذاکراتي ټېم کې د ګډون په هدف خپل استازي ور معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG