د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني طالبانو ته: راشئ یو او بل ومنو


غني: عادلانه سوله هغه ده چې په وینا یې یو او بل پکې ومنل شي
غني: عادلانه سوله هغه ده چې په وینا یې یو او بل پکې ومنل شي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي ۱۴۰۰ کال لمانځلو مراسمو کې پر وسله والو طالبانو د یو او بل منلو غږ وکړ.

ښاغلي غني نن یکشنبه مارچ ۲۱ (وري لومړۍ) په ارګ کې د نوروز په مناسبت مراسمو کې وویل چې عادلانه سوله هغه ده چې په وینا یې یو او بل پکې ومنل شي.

ولسمشر غني تمه وښودله چې سولې ته به نژدې شوو، خو زیاته یې کړه چې په دې برخه کې تدبیر، تصمیم او ملي یووالی پکار دی.

نوموړي وویل: "عادلانه سوله هغه سوله ده چې یو او بل ومنو...راشئ چې یو او بل ومنو او دا وطن په ګډه اباد کړو، په ګډه یې سوکاله کړو او د پردیو لاسونه بند کړو... تاسو باندې غږ کوم چې د پردیو د استعمال وسیله نشئ، افغانان یاست، نو افغانان مو مني، نور افغانان ومنئ یو افغان بل افغان ته نه تسلیمیږي، په روغې، په سولې او منطق به یو او بل ومنو."

افغان ولسمشر همدارنګه ټینګار وکړ چې د سولې په وړاندې باید خنډونه نه وي او په وینا یې "زه دلته د قدرت لپاره نه یم راغلی، د خدمت لپاره راغلی یم."

هغه یو ځل بیا ټينګار وکړ چې د وسله والو طالبانو روانه جګړه مشروعیت نه لري او پر هغوی غږ وکړ چې د پردیو د استعمال وسیله نشي.

ولسمشر غني پر داسې مهال پر وسله والو طالبانو د یو او بل منلو غږ وکړ چې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت د سولې ټینګېدو ته هیلې زیاتې شوي دي.

د اوبو پر مدیریت د ولسمشر غني ټینګار

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا په دغه هیواد کې د اوبو پر مدیریت باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي غني په یادو مراسمو کې وویل چې اوبه د دغه هیواد عزت دی او په خبره یې مدیریت یې د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.

هغه د کمال خان بند کارونو بشپړېدو ته په اشاره وویل چې په دې کار سره د نیمروز د خلکو ۸۰۰ کلنه هیله پوره شوه.

ولسمشر غني زیاته کړه: "د اوبو د لویو بندونو جوړول یوازې تر نیمروز پورې محدود نه دي...په شمال، جنوب، ختیځ، لوېدیځ او مرکز کې په هر ځای چې اوبه د افغانستان عزت دی مدیریت کیږي او د افغانستان اوبه خوندي کیږي."

ټاکل شوې روانه اونۍ په نیمروز کې د کمال خان اوبو بند پرانیستل شي، د یاد بند پرانیستلو لپاره د حکومت لخوا چمتووالی نیول شوی دی.

ولسمشر غني پر داسې مهال د اوبو پر مدیریت ټینګار کوي چې په دغه هیواد کې روان کال د سختې وچکالۍ په اړه اندېښنې راپورته شوي دي.

افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی او د اوبو لویه تکیه یې په ژمې کې پر واورو او بارانونو ده.

XS
SM
MD
LG