د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د جګړې د ختمېدو او سولې ټینګېدو فرصت رامنځته شوی


اشرف غني: موږ (افغانستان) به تلپاتې سولې ته ورسیږو
اشرف غني: موږ (افغانستان) به تلپاتې سولې ته ورسیږو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هیواد کې د جګړې ختمېدو او سولې ټینګېدو فرصت رامنځته شوی دی.

ولسمشر غني نن یکشنبه فبروري ۱۴( سلواغې ۲۶) له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد لښکرو وتلو د ۳۲ کالیزې په مناسبت پیغام کې وویل چې موږ «افغانستان» به تلپاتې سولې ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو پر ضد د افغانانو د جهاد هدف دا و چې د هغوی تر وتلو وروسته په افغانستان کې د خلکو په خوښه یو نظام رامنځته شوی وای، خو په وینا یې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو وتل مسؤلانه نه و چې له امله یې افغانستان په څو اړخیزه کورنۍ جګړه کې ښکېل شو.

هغه زیاته کړه چې له دې امله د افغانستان امنیتي ځواکونه، ملي بنسټونه او د افغانستان زیربناوي ویجاړې شوې.

ولسمشر غني وویل: "له دې ټولو باید زده کړو چې د شوروي سرو لښکرو د ماتې اصلي لامل ملي یووالی، د ازادي غوښتونکو سرتیرو واحد صف او د افغانستان مجاهدین و. اوس هم په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو او سولې ته رسېدو فرصت رامنځته شوی دی. هغه سوله چې هغه کې زموږ نظامي او ملکي بنسټونه وساتل شي او نسبت تیر ته نور هم قوي شي، داسې سوله چې ټول ځوانان، ښځې، ماشومان او د افغانستان ټوله محرومه طبقه له هغه څخه برخمن شي."

هغه ټينګار وکړ چې افغانستان به داسې یوې تلپاتې سولې ته ورسیږي چې د ټولو افغانانو حقوق پکې خوندي وي.

ولسمشر غني په هیواد کې د سولې ټینګېدو لپاره د افغانانو پر یووالي باندې ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې چې افغانستان ته د امریکايي او ناټو ځواکونو تر راتګ وروسته هم افغانستان له تیرو دوو لسیزو په جګړه کې ښکېل دی.

خو په دې وروستیو کې د یادې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر تړون وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي دي چې د سولې ټینګېدو لپاره یې هیلې زیاتې کړي دي.

د افغانستان د ملي مصالحې شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د یادې ورځې په مناسبت پیغام کې تمه ښودلې چې د سولې په اړه روانې هڅې په افغانستان کې روانې څلوېښت کلنې جګړې ته د پای ټکی کښیږدي.

وسله والو طالبانو بیا د یادې ورځې په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.

نن یکشنبه د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو ورځ ده.

د پخواني شوروي اتحاد لښکرو په ۱۳۵۸ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ چې وروسته د افغانستان د خلکو له مقاومت سره مخ شول او تر لس کلنې جګړې وروسته یې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه ووتل.

د معلوماتو په اساس پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل پرمهال د ګڼو مالي، زیانونو ترڅنګ څه باندې یو میلیون افغانان ووژل شول لسګونه زره کسان معلول او په میلیونونوو نور افغانان کډوال شول.

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو د ۳۲ کالیزې په مناسبت حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د مشرانو لخوا هم غونډې رابلل شوې وي.

XS
SM
MD
LG