د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: افغان سرتیري د نړۍ امنیت ساتي


اشرف غني: راتلوونکی ولسمشر به ملت ټاکي
اشرف غني: راتلوونکی ولسمشر به ملت ټاکي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغان سرتیري یوازې د افغانستان خپلواکي نه بلکې د نړۍ امنیت هم ساتي.

ولسمشر غني نن شنبه د کب نهمه د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت مراسمو کې وویل چې افغان سرتیري دا مهال څه باندې ۹۰ سلنه خپلواک عملیات کوي او په وینا یې پر خپلو پښو درېدو ته نژدې شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه وویل چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرته دولت نشته.

هغه زیاته کړه: "نن تاسو یوازې د افغانستان خپلواکي نه ساتی، د نړۍ امنیت تاسو ساتی او په تاسو ویاړ کوم... نن هغه پخوانی افغانستان نه دی چې نورو ساتلو، تاسو به ان شاءالله نور ساتی. پر خپلو پښو درېدو ته ډير نژدې شوي یو."

ولسمشر غني همدارنګه وویل چې افغان ځواکونه په هیواد کې د ثبات راوستلو او امنیت ټینګولو ظرفیت لري او په وینا یې سیمه او نړۍ د یو طاقت په توګه ورباندې حساب کوي.

په سوله کې د افغان سرتیرو رول

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې تیر کال د امنیت له نظره سخت و، خو زیاته یې کړه چې د افغان سرتیرو بریا ډيره لویه یوه.

نوموړي زیاته کړه وسله وال طالبان په دې فکر کې و چې یا دولت سقوطوي او یا هم افغان خاوره پر څو برخو وویشي، خو وايي افغان سرتیرو یې مخه ونیوله.

هغه وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل چې جګړه اسانه کار دی، خو په وینا یې مېړانه دې کې ده چې راشئ سوله وکړو.

هغه وویل: "موږ تلپاتې او عزتمنده سوله غواړو چې زموږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو د موټو په زور، زموږ په فعال مغز او خلکو په اراده وي."​

د ټاکنو له لارې د واک انتقال

افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به د خلکو لخوا ټاکل کیږي او افغان دفاعي ځواکونه به دا ثابتي وي چې د ملت په ارادې باندې به په قانوني توګه تغیر راځي.

نوموړي زیاته کړه چې د دولت دریځ دادی چې ولس دولت او ولسمشر ټاکلی او په وینا یې راتلوونکی ولسمشر به هم د افغانستان ولس ټاکي.

پر همدې مهال د افغانستان د ملي صالحې شورا مشر عبدالله عبدالله هم د یادې ورځې په مناسبت ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د سولې او ملي روغې جوړې په برخه کې د افغان ملت د سر تاج وي.

نوموړي ویلي په دې باور دی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په قربانیو سره به په هېواد کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

XS
SM
MD
LG