د لاس رسي وړ اتصالات

غني له خلیلزاد سره د ترکیې غونډې ته د تیاریو په اړه خبرې کړي


ارګ وايي دغه لیدنه نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوې ده.
ارګ وايي دغه لیدنه نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ترکیه کې د افغان سولې د جوړېدونکي غونډې په اړه خبرې کړي دي.

له ارګ څخه نن شنبه اپرېل ۱۰(وري ۲۱) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یاده لیدنه نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: "په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې."

ښاغلي خلیلزاد کابل ته د سفر پرمهال د ملي مصالحې شورا له رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

بلخوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي چې د طرحې او مسودې د توحید کمېټې د استانبول په ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د طرحې د جزئیاتو په اړه خپل وروستي کارونه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د ملي مصالحې عالي شورا به په راتلونکو ورځو کې د ټاکل شوي پلاوي طرحه برسي او وروستۍ کړي.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته سفر کړی چې ټاکل شوې روانه میاشت په ترکیه کې د افغان سولې په اړه کنفرانس تر سره شي.

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې د ترکیې د ناستې لپاره بشپړه چمتوالی لري او په راتلونکې اونۍ کې به د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پرې بحثونه وکړي.

ولسمشر غني د ترکیې ناسته د افغانستان د راتلونکي په اړه د سیمه ییز تضمین د لاسته راوړلو لپاره یو ښه فرصت بللی دی، هغه تضمین چې د نظارت زمینه به برابره کړي.

XS
SM
MD
LG