د لاس رسي وړ اتصالات

په اوربند او د تاوتریخوالي په کمولو د غني او خلیلزاد ټېنګار


ولسمشر غني تېره ورځ کویت او قطر ته ورسېد.
ولسمشر غني تېره ورځ کویت او قطر ته ورسېد.

ارګ وايي ولسمشر غني په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ میلر او یو شمېر نورو امریکايي چارواکو سره کتلي دي.

ارګ نن سه شنبه اکتوبر۶(تلې۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوی تېر ماسختن لیدلي ا دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "په دغه کتنه کې چې د امریکا د ملي امنیت شورا استازي، د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان او د ملي دفاع وزارت استازي هم حضور درلود، دواړو لوریو د اوربند په اړه ټینګار او همدارنګه د جینیوا راتلونکي کنفرانس په اړه هم بحث وکړ."

د بیان له مخې زلمي خلیلزاد ولسمشر غني ته د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو تر منځ د سولې پروسې د دویم پړاوو د پیل مبارکي ویلې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي خلیلزاد د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او د افغانستان د ملاتړ په اړه یې د امریکا پر دریځ یو ځل بیا ټينګار کړی.

ښاغلي خلیلزاد هم ویلي چې په دغه کتنه کې یې ولسمشر غني ته ویلي چې افغانان باید پرېنږدي چې د سولې د افرصت له لاسه کړي.

نوموړي پر خپل ټویټر همدارنګه لیکلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی چې په وینا یې امریکا به د تاوتریخوالي کمېدو په اړه خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني پرون دوشنبه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍلومړی کویټ او تر هغه وروسته قطر ته ولاړ. هغه د قطر د لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني سره هم کتلي دي.

د ارګ د بیان له مخې د قطر لومړي وزیر له ولسمشر غني سره کتنه کې ویلي: "موږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او پرمختګ غوښتونکي یوو."

افغان ولسمشر پر داسې مهال قطر ته د سفر پر مهال د دغه هیواد له چارواکو او زلمي خلیلزاد سره کتلي چې د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په قطر کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شول.

خو دواړه لوري لا ویل کیږي چې د کاري طرزالعمل په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG