د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: طالبان باید د تاوتریخوالي کمېدو په اړه خپل 'نیت او وړتیا' ثابته کړي


مایک پمپیو د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د خبري کنفرانس پر مهال
مایک پمپیو د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د خبري کنفرانس پر مهال

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې د سولې تر لاسلیک وړاندې د تاوتریخوالي د راکمېدو په برخه کې داسې «څرګند شواهد» وښيي ترڅو «بین الافغاني» خبرو ته زمینه برابره او له دغه هیواد څخه د امریکایي عسکرو وتلو ته لار هواره کړي.

د اسوشېټيډ پرس اژانس د راپور له مخې مایک پمپیو نن دوشنبه د (فبرورۍ پر۳مه) د افغانستان په ګاونډي هیواد ازبکستان کې یو خبري کنفرانس ته ویلي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه نژدې ده.

ښاغلي پمپیو ویلي: "د سولې هوکړه نژدې ده، خو هوکړه دمخه هم لاسلیک ته نژدې وه، خو لاسلیک نه شوه، موږ په پوره احتیاط سره د سولې او پخلاینې پر یوې طرحې کار کوو، موږ تیر ځل هم ورته یوې طرحې ته نږدې شوي وو، داسې یوه طرحه چې داړو لوریو پری کار کړی و، خو طالبان ونه توانېدل چې د تاوتریخوالي د راکمولو په برخه کې خپل نیت او وړتیا ثابته کړي."

ښاغلي پمپیو ویلي امریکا غواړي چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو په په برخه کې خپل نیت او توان ثابت کړي.

نوموړي زیاته کړې: "طالبان باید د ګواښونو کچه راکمه کړي، ترڅو د «بین الافغاني» خبرو اترو پر مهال موږ د تاوتریخوالي د کموالي شاهد واوسو، موږ دې غوښتنې ته د رسیدو په هیله یو، خو دا غوښتنه تر اوسه نه ده پوره شوې او اصلي کارونه لا پاتي دي."

نوموړي زیاته کړې چې نور کار ته هم اړتیا ده چې د سولې خبرې پیل شي.

پمپیو پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تېره جنورۍ میاشت په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ یو ځل بیا خبرې پیل شوې.

ویل کیږي چې دواړه لوري په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند ټينګېدلو او «بین الافغاني» خبرو ته د زمینې برابرولو په اړه مذاکرات کوي.

طالبانو هم روانه میاشت وویل چې امریکايي لوري له دوی څخه د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده چې دوی په اړه له خپلو مشرانو سره مشورې کوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرې شنبې په ورځ کابل ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته د نوموړي له قوله وویل چې له طالبانو سره خبرو کې ښکاره پرمختګ نه دی شوی.

خو په کابل کې د امریکا سفارت پرون یکشنبه له افغان چارواکو سره د زلمي خلیلزاد د لیدنو په پای ته رسېدو سره د ښاغلي خلیلزاد له قوله ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او له طالبانو سره د یوې هوکړي د رامنځته کېدو په برخه کې د امریکا هڅې به «بین الافغاني» مذاکراتو او په دغه هیواد کې د ثبات ټېنګېدو ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG