د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د مذاکراتو ټکني کېدو پړه پر امریکا او افغان چارواکو اچولې


وسله والو طالبانو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرونیو څرګندونو ته په غبرګون کې د سولې خبرو د ټکني کېدو مسؤلیت پر امریکا او افغان چارواکو اچولی دی.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ فبرورۍ څلورمه (سلواغې ۱۵) په خپل ټویټر لیکلي چې: "اسلامي امارت د مشکل د حل اراده اوتوان لري او د مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلاف ټکنی کړی. ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی."

د دوشنبې په ورځ فبرورۍ دریمه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې د سولې تر لاسلیک وړاندې د تاوتریخوالي د راکمېدو په برخه کې داسې «څرګند شواهد» وښيي ترڅو «بین الافغاني» خبرو ته زمینه برابره او له دغه هیواد څخه د امریکایي عسکرو وتلو ته لار هواره کړي.

ښاغلي پمپیو ویلي وو چې: "د سولې هوکړه نژدې ده، خو هوکړه دمخه هم لاسلیک ته نژدې وه، خو لاسلیک نه شوه، موږ په پوره احتیاط سره د سولې او پخلاینې پر یوې طرحې کار کوو، موږ تیر ځل هم ورته یوې طرحې ته نږدې شوي وو، داسې یوه طرحه چې داړو لوریو پری کار کړی و، خو طالبان ونه توانېدل چې د تاوتریخوالي د راکمولو په برخه کې خپل نیت او وړتیا ثابته کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جنورۍ په میاشت کې په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ یو ځل بیا خبرې پیل شوې چې تر دا مهاله پکې د ښکاره پرمختګ په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

افغان حکومت بیا سولې ته د رسېدو لپاره تل د طالبانو لخوا د اوربند پر ټینګېدو او مخامخ خبرو پیلېدو باندې ټینګار کړی دی.

ویل کیږي چې دغه مذاکرات د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند ټينګېدلو او «بین الافغاني» خبرو ته د زمینې برابرولو باندې راڅرخي.

افغان حکومت او امریکا تر دا مهاله د طالبانو د نننیو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG