د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ایران کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدو پېښه به جدي وڅېړل شي


ولسمشر غني وايي، په ایران کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدو پېښه به د دواړو هیوادونو د ډیپلوماټیکو مراجعو لخوا په جدي توګه وڅېړل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه جون اتمه (غبرګولې ۱۹) ویلي چې ښاغلي غني د وزیرانو شورا په غونډه کې په دې اړه ژوره خواشیني وښودله.

نوموړي زیاته کړې چې ولسمشر غني نن د کابینې د غونډې په پيل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست څخه په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدو پېښې د څېړنو په اړه هم مننه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس تیره اونۍ د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو پر موټر د ایراني سرتیرو لخوا په ډزو او اورلګېدنه کې درې افغان کډوال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال وړمه شپه امریکا غږ ته وویل چې یاد افغان کډوال په قاچاقي ډول هغه هیواد ته تلل چې موټر چلوونکي د ایراني سرتیرو خبرداري ته پام نه و کړی چې د هغوی لخوا یې پر موټر ډزې شوي او وروسته په موټر کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې ایراني چارواکو د ایران په یزد کې د افغان کډوالو په موټر د ډزو مسولیت منلی دی او ژمنه یې کړې چې له عاملینو سره به یې قانوني ‌چلند کیږي.

د افغان کډوالو په وړاندې دایراني سرتیرو دغه چلند په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شو او له افغان حکومت څخه یې په دې اړه د جدي څېړنو غوښتنه وکړه.

نن دوشنبه په کندهار او ننګرهار ولایتو کې هم لسګونو کسانو د یاد عمل په غبرګون کې د ایران حکومت پر ضد مظاهرې وکړې.

تیره ورځ هم یو شمېر کسانو په کابل کې د ایران سفارت مخې ته هم مظاهره وکړه او د افغان کډوالو په وړاندې یې دایراني پولیسو چلند وغنده.

دوی ویل چې ایران د ګاونډيتوب اصل تر پښو لاندې کړی او تل يې د افغانانو له مجبوري ورځې څخه ناوړه ګټه اخیستې ده.

همدارنګه په هلمند ولایت کې هم تیره ورځ د ایران حکومت پر ضد مظاهره وشوه او د افغان کډوالو په وړاندې د ایراني سرتیرو چلند یې د بشریت ضد وباله.

XS
SM
MD
LG