د لاس رسي وړ اتصالات

غنی: طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي چې زور د حل لار نده


جمهور رئیس محمد اشرف غني دا څرګندونې په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو سره د ملاقات نه وروسته وکړلې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني دا څرګندونې په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو سره د ملاقات نه وروسته وکړلې.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې اوربند دې وکړي او په سیاسي بهیر کې ګډ شي.

ښاغلي غني په سپنې ماڼۍ کې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره د ملاقات نه وروسته د جمعې په ورځ جون ۲۵ «چنګاښ۴» په واشنګټن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې "زور" د حل لار نده.

هغه وویل، "طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي چې افغانان په زور غاړې ایښودو ته نشي اړ کیدلی."

د افغانستان جمهور رئیس امریکا ته خپل سفر بریالی وباله او زیاته یې کړه چې د امریکا حکومت د افغانستان لپاره ۳.۳ میلیارد ډالر له کانګرس څخه غوښتنه شوې او "کانګرس کې ډاډ راکړل شو چې پدې برخه کې به اوچت ګامونه په بیړه اخیستل کیږي".

ښاغلي غني همدارنګه وویل چې د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن سره په ملاقات کې هم د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د تجهیزاتو د ورکولو ژمنې وشوې خو نور جزیات یې ورنکړل.

هغه دا خبره هم وکړه چې امریکايي چارواکو ورته ډاډ ورکړ چې د هوايي ځواک په برخه کې به د افغان ځواکونو ضرورت هم ژر حل شي.

هغه وویل چې له افغانستان څخه د عسکر له وتلو وروسته به هغه قراردادیان چې د هوايي قواوو د حفظ او مراقبت مسولیت لري،‌ خپل کار روان ساتي. هغه وویل چې ولسمشر بایډن ورته د ملګرتیااو مشارکت ډاډ ورکړ.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان هیئت د پنجشنبې په ورځ واشګټن ډي سي ته راغی. ښاغلي غني او ټیم یې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن تر څنګ د کانګریس د مهمو غړیو، د دفاع وزیر، د استخباراتو د مرکزې ادارې د مشر، د ملي امنیت د سلاکار او هغو امریکایانو سره وکتل چې په افغانستان کې یې نظامي خدمت کړی.

XS
SM
MD
LG