د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن غني او عبدالله ته: افغانان دې د خپل راتلونکي پرېکړه پخپله وکړي


جمهور رئيس جو بایډن په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل.
جمهور رئيس جو بایډن په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو تر راوتلو وروسته به هم د هغه هیواد سره د امریکا سیاسي، اقتصادي او نظامي مرستې روانې وي.

ښاغلي بایډن دا څرګندونې نن جمه جون ۲۵ (چنګاښ۴) په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ملي مصالجې د عالي د مشر عبدالله عبدالله سره په ملاقات کې وکړې.

بایډن پخپلو خبرو کې وویل چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ هیت په واشنګټن کې د خپل سفر پر مهال د ادارې د ټولو "مهمو لوبغاړو" سره وکتل او سپینې ماڼۍ ته د ورتګ هرکلی یې ورته ووایه.

د امریکا جمهور رئیس وویل چې افغانان باید خپله پریکړه پخپله وکړي.

بایډن وویل " افغانان باید د خپل راتلونکي پریکړې پخپله وکړي چې هغوي څه غواړي."

په ملاقات کې جمهور رئیس محمد اشرف غني هغو امریکایانو ته چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال وژل شوي، د درناوي مراتب وړاندې کړل.

ښاغلي غني همدارنګه د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د ایستلو په هکله د جمهور ئیس بایډن پریکړه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې پدې سره د امریکا او افغانستان تر منځ د اړیکو نوی باب پیل شو.

جمهور رئیس غني وویل، "مونږ دلته راغلي یو چې ستاسو د پریکړې درناوی او ملاتړ وکړو."

د جو بایډن د پریکړې له مخې ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه د همدې روان ۲۰۲۱ کال د سپټبر تر میاشتې د افغانستان نه راووځي.

د افغانستان جمهور رئیس وویل چې تر دې وروسته به د امریکا او افغانستان اړیکې نظامي نه بلکې د دواړو هیوادونو د پراخو ګټو په هکله وي.

ښاغلي غني پخپلو خبرو کې وویل چې د اړیکو د نوي باب نه "خوښ او راضي یو".

جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د تشدد د پیښو ډیریدو ته په اشارې وویل چې د واک د انتقال په بهیر کې دا ډول پیښې کیږي خو زیاته یې کړه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې توان لري چې په حالاتو برلاسي شي.

XS
SM
MD
LG