د لاس رسي وړ اتصالات

غني: واک یوازې خپل منتخب ځای ناستي ته پرېږدم

جمهور رئیسم محمد اشرف غني د خلکو نه وغوښتل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
جمهور رئیسم محمد اشرف غني د خلکو نه وغوښتل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.

په داسې حال کې، چې طالبانو د څو ولایتونو مرکزونه نیولي او په بېلا بېلو برخو کې جګړې روانې دي، جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا ویلي، چې یوازې یو منتخب ځای ناستې ته به واک سپاري.

ښاغلي غني وايي، هغه مهال به واک پرېږدي چې افغانان د ده د ځای ناستي په اړه پرېکړه وکړي.

جمهور رئیس اشرف غني د پنجشنبې په ورځ مازیګر په ارګ کې د ځوانانو یوې غونډې ته وویلځای ناستی یې " د افغانستان خلک ټاکي او دا حق به بل هیڅوک نلري."

ښاغلي غني وویل " ځیني وايي په تېره بیا زموږ ګاونډیان چې که اشرف غني نه‌ وي، هر څه سمېږي او سوله راځي. زما او ملیونونو افغانانو پوښتنه دا ده چې زما ځایناستی به څوک وي او څنګه به ټاکل کېږي. که د افغانستان خلک هره ورځ چې وغواړي زما ځایناستی وټاکي په سر سترګو، موږ دا حق بل چا ته نه‌ ورکوو چې د افغانستان ملي زعیم وټاکي."

تیره ورځ په مطبوعاتو کې داسې آوازې هم خپرې شوې چې ګواکې د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس محمد اشرف غني نه د واک د پریښودو غوښتنه کړې خو امریکا دغه آوازې رد او بې بنسټه یې وبللې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د اګست ۱۲ (زمري ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې" امریکا له ښاغلي غني څخه د استعفا غوښتنه نده کړې او خپاره شوي ګنګوسي په بشپړ ډول ناسم دي."

د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند همدارنګه وویل،" ددې په اړه پریکړه چې څوک هغه هیواد "افغانستان" رهبري وکړي، د افغانانو پورې اړه لري."

د جمهور رئیس د دې څرګندونو نه وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان د طالبانو د قوله ویلي وو چې پاکستان ته د طالبانو د مشرانو د سفر پر وخت د هغوي (طالبانو) یو شرط د واک نه د ښاغلي غني لیرې کیدل وو.

عمران خان پدې هکله ویلي "د دوی (طالبانو) شرط دا و چې تر څو اشرف غني له واکه څخه نه وي ګوښه شوی د افغانستان له حکومت سره خبرې نه ‌کوي."

د افغانستان حکومت تل پاکستان تورنوي چې طالبانو ته یې پخپلې خاورې کې د پټیدو خوندي ځایونه ورکړي چې وسله وال پکې روزل کیږي او افغانستان ته د جګړې لپاره استول کیږي خو پاکستاني چارواکي پداسې حال کې چې دا پټیدو د خوندي ځایونو خبر ردوي مګر دا مني چې د یو شمیر طالبانو د مشرانو کورنۍ په پآکستان کې ژوند کوي.

جمهور رئیس اشرف غني په خپله وینا کې له خلکو وغوښتل، چې که د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په څنګ کې نشي دریدلی نو لږ ترلږه دې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

ښاغلي غني پداسې حال کې د ولس نه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ غوښتنه کړې چې افغانانو په ټولنیزیو شبکو کې د "په پاکستان دې بندیز ولګول شي" (SanctionPakistan) هشټګ مبارزه پیل کړې.

ویل کیږي چې دغه هشټګ په تیرو څو ورځو کې میلونونه ځله کارول شي.

جمهور ررئیس غني یو ځل بیا یې وویل، چې هیچا سره د افغانستان پر ملي ګټو معاملې ته چمتو نه دی.

ښاغلي غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې طالبانو د کندهار او هرات ولایتونو د مرکزونو په ګډون په لویدیځ ، جنوب او شمال کې د ډیرو ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

طالبانو لا د جمهور رئیس اشرف غني څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی ، خو د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس ملا عبدالغني برادر تیره ورځ افغان حکومت د سولې په خبرو کې د وخت په ضایع کولو تورن کړ.

XS
SM
MD
LG