د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جمهور رئیس غني د استعفا غوښتنه نده کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې ګواکې متحده ایالتونو د افغانستان له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه غوښتي دي چې له خپلې دندې لاس په سر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د اګست ۱۲ (زمري ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې" امریکا له ښاغلي غني څخه د استعفا غوښتنه نده کړې او خپاره شوي ګنګوسي په بشپړ ډول ناسم دي."

د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند همدارنګه وویل،" ددې په اړه پریکړه چې څوک هغه هیواد "افغانستان" رهبري وکړي، د افغانانو پورې اړه لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي‌ چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د اګست په ۱۱ خبریالانو ته وویل، طالبانو ورته ویلي تر هغه چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر وي هغوی د سولې خبرو ته چمتو ندي.

له محمد اشرف غني سره د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو خبرې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۲ ( زمري ۲۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن او دفاع وزیر لوئید آسټن د پنجشنبې په ورځ له جمهور رئیس غني‌ سره په ټلفون خبري ‌وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرانیس په دې اعلامیه کې ویلي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له ښاغلي‌ غني سره په دې ټلفوني اړیکه کې ټینګار کړی چې واشنګټن به د طالبانو د تاوتریخوالو په وړاندې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې له افغانستان سره ودریږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، ښاغلي بلینګن او آسټن په دې مکالمه کې ښاغلي غني ته خبر ورکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو، امریکا په هغه هیواد کې خپل ملکي کارکوونکي کموي.

اعلامیه زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ټینګار کړی چې واشنګټن ژمن دی څو " د افغانستان له حکومت سره خپل پیاوړي دیپلوماتیک او امنیتي روابط وساتي."

دغو دوو امریکایي چارواکو له ښاغلي غني سره په ټلفوني اړیکه کې ټینګار وکړ چې امریکا تر اوسه هم د سیاسي لارې څخه د افغانستان د مشکل د هواري ملاتړ کوي.

د ځانګړو ویزو پروګرام د ګډونوالو د پروازونو چټکتیا

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه په دې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي بلینکن او آسټن جمهور رئیس غني ته ویلي‌ چې امریکا غواړي د اس ای وي یا د ځانګړو ویزو پر شرایطو د برابرو کسانو پروازونه ګړندي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې د اګست په ۱۰ ویلي وو چې د جولای تر ۳۰ نیټې پورې یې کابو زر افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي چې پر شرایطو برابر وو امریکا ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG