د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مشورتي لویې جرګې قطعنامه


د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو د یادې جرګې په وروستۍ پنځمه ورځ خپل غوښتنې او نظرونه په یوه قطعنامه کې له افغان حکومت سره شریک کړل.

د جرګې ګډونوالو په تېرو پنځو ورځو کې له طالبانو سره د مذاکراتو د چارچوب پر تعینولو او تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره د یو مشخص میکانیزم پر رامنځته کول بحثونه وکړل.

د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د ګډونوالو سولې ته د رسېدو لپاره د جرګې د کمېټو نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې په ۲۳ مادو کې له افغان حکومت سره شریک کړل.

مشورتي لویه جرګه
مشورتي لویه جرګه

د یادې جرګې په قطعنامه کې راغلي:

۱ـ موږ د جرګې ګډونوال په هېواد کې تلپاتې سولې ته ژمن یو.

۲ ـ له جګړې څخه د طالبانو لاس اخیستل او د هېواد په بیارغونه کې ونډه اخیستل.

۳ـ د افغان دولت، طالبانو او دیني علماو لخوا د اسلام له سپېڅلي دین څخه د یو واحد تفسر رامنځته کول.

۴ ـ په روژه کې د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند اعلان او عملي کول.

۵ ـ د سولې خبرو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام څخه دفاع.

۶ ـ د افغانستان اساسي قانون د ملت یوه ملي ارزښتمنه وثیقه ده باید وساتل شي، خو د اړتیا په صورت کې، د دغه اساسي قانون د شمېر موادو تعدیل د سولې له هوکړې څخه وروسته، د هغه اصولي او منل شوي میکانیزم له لارې ممکن دي چې په همدغه اساسي قانون کې وړاندوینه شوې ده.

مشورتي لویه جرګه
مشورتي لویه جرګه

۷ ـ د اساسي قانون په اساس، د ټولو اتباعو د اساسي حقوقو ساتنه او لا پیاوړې کول.

۸ ـ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه او پیاوړتیا.

۹ ـ له قطر څخه افغانستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر انتقالول.

۱۰ـ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د مسؤلانه وتلو لپاره عملي مهالوېش ترتیب او تنظم کول.

۱۱ ـ له لاسته راغلو فرصتونو او په کور دننه سیاسي اجماع څخه د سولې د پروسې د پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کول او د سولې بین الافغاني خبرو اترو ته له یو واحد افغان شموله ادرس څخه ننوتل.

۱۲ ـ د سولې خبرو کې د ښکېلو اړخونو لخوا له هر ډول مخکنیو شرطونو څخه ډډه کول.

۱۳ ـ د سولې خبرو کې د باور رامنځته کولو په هدف د بندیانو د تبادله او د زندانیانو خوشي کول.

۱۴ـ دوامداره سولې ته رسېدو لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کول.

۱۵ـ د افغانستان په چارو کې د سیمه ییزو مداخلاتو د دوام په صورت کې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت کول.

۱۶ـ د سولې خبرو کې د مشورتي لویې جرګې د استازو د مشورو په رڼا کې یو هر اړخیز او ټول شموله پروګرام تدوین او پلي کول.

۱۷ـ د سولې عالي شورا په جوړښت او تشکیلاتو کې اصلاحات رامنځته کول.

۱۸ ـ د سولې خبرو لپاره د یو هر اړخیزه افغان شموله پلاوي رامنځته کول.

۱۹ـ د طالبانو مشروع غوښتنې او مطالبات تشخیصول او د باور رامنځته کولو لپاره لازم او مشروع اقدمامات تر سره کول.

۲۰ ـ د جرګې تر پای ته رسېدو وروسته د جرګې د غړو لخوا کلیو او بانډو ته د سولې پیغام رسول.

مشورتي لویه جرګه نن جمعه پای ته ورسېدل
مشورتي لویه جرګه نن جمعه پای ته ورسېدل

۲۱ ـ د سولې مشورتي لویې جرګې له غړو سره د دولت اړیکې ساتل او د سولې او د سولې د خبرو اترو له پرمختګ څخه باخبره ساتل.

۲۲ـ افغان دولت، وسله وال طالبان، نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه د مشورتي لویې جرګې مشورو ته درناوی کول.

۲۳ـ او د مشورتي لویې جرګې د ۵۰ کمېټو لیدلوري نظریات، وړاندیزونه او بحثونه د رسمي سند په ډول چاپول او خپرول شامل و.

XS
SM
MD
LG