د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني جګړې کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې 


افغان چارواکي وايي د غزني جنګ د پاکستان استخبارات لاس لري
افغان چارواکي وايي د غزني جنګ د پاکستان استخبارات لاس لري

طالبانو پخوا ویلي چې د افغان ځواکونو وژلو ته به لمړیتوب نه ورکوي، خو غزني کې تر ۱۰۰ ډیر د پولیسو او پوځ سرتیري وژل شوي.

افغان چارواکي‌ وايي په تېرو دریو ورځو کې په غزني‌ او ځینو نورو ولایتونو د طالبانو په بریدونو کې تر ۱۰۰ ډیر د افغان ملی پوځ او پولیسو سرتیري وژل شوي‌دي.

په غزني کې امنیتي چاروکي‌ وایي څه باندې ۱۰۰۰ وسله والو طالبانو پر ښار برید کړی دی او له تېرو څو ورځو راهېسې جنګ روان دی.

په جنګي حالاتو کې د وژل شویو او ژوبل شویو کره شمېرې نه موندل کیږي، خو د غزني‌ د روغتون چارواکي‌ وايي‌ چې شاوخوا ۲۵۰ مړي او زخمیان روغتون ته وروړل شوي‌دي.

د غزني‌ د روغتون مشر باز محمد همت نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې روغتون ته ۱۱۲ مړي او ۱۴۲ زخمیان وروستل شوي چې اکثریت یې پوځي جامې لري.

ښاغلي همت وویل چې دوی په روغتون کې د امکاناتو او وسایلو له کموالي سره مخامخ دي او د یو شمېر زخمیانو درملنه د روغتون په دهلیزونو کې کوي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیرزو د سره صلیب له نړیوالې ټولنې غوښتی چې ‌په غزني کې د بېړنیو مرستو په رسولو کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې د غزني د امنیې قومندان فرید احمد مشعل وايي چې څه باندې ۱۰۰۰ وسله والو طالبانو پر ښار برید کړی دی چې ۵۰۰ یې وژل شوي‌ دي.

نوموړي وویل چې د افغان پوځ او امریکايي ځواکونو مرسته ورسېدلې او طالبان به په شا وتمبول شي. هغه ونه ویل چې د طالبانو په دغو بریدونو کې څومره پوځ او پولیس وژل شوي‌او ژوبل شوي‌دي.

ښايي‌ د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي،‌ ځکه چې لا هم جنګ روان دی او یو شمېر وژل شوي کسان په لارو او کوڅو کې پراته دي‌ چې لا شمېرل شوي‌ نه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د غزني د روان جنګ ځینې تصویرونه خپاره شوي‌چې یو شمېر مړي پر سړکونو کې پراته لیدل کیږي.

ویل کیږي چې طالبانو د ښار ځینې برخې نیولې دي‌ خو افغان چارواکي‌ وایي‌چې ټولې حکومتي‌ ادارې د افغان امنیتي‌ځواکونو تر واک لاندې دي.

په همدې حال کې افغان چارواکي وايي‌د افغانستان په ځینو نورو برخو کې هم د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۷۸ پوځ او پولیس وژل شوي‌دي.

XS
SM
MD
LG