د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني د جغتو ولسوالۍ امنیه قوماندان د ماین په چاودنه کې وژل شوی


یوه میاشت وړاندې د غزني د جغتو ولسوالۍ بل امنیه قوماندان هم د طالبانو په یو کمین کې وژل شوی وو.

د غزني ولایتي چارواکي وايي نن د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ امینه قوماندان وژل شوی دی.

د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد زمان امریکا غږ شنا راډیو ته وویل، چې د څارمن محمد اسحاق جلیلي پرموټر نن سهار نهه بجې ماین چاودیدلی دی.

جنرال محمد زمان وویل " دڅارمن محمد اسحاق جلیلي د سپرلۍ پر موټر باندې د وظیفې پر وخت د جغتو ولسوالۍد ګل باوري په سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودلی چې له امله یې ښاغلی جلیلي په شهادت رسیدلی دی".

څارمن محمد اسحاق جلیلي یوه میاشت وړاندې د جغتو د ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان څارمن منظور حسین له مړینې وروسته د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوی وو.

څارمن منظور حسین، د وسله والو طالبانو په یو کمین کې وژل شوی وو.

تراوسه وسله والو ډلو د غزني د جغتو د امنیه قوماندان جلیلي د وژلو مسولیت نه دی اخیستی.

د غزني جغتو ولسوالۍ د دغه ولایت په ناامنو ولسوالیو کې شمیرل کیږي، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې فعال حضور لري.

XS
SM
MD
LG