د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د پوځي توکو د لیږد بهیر ټکني کولو په هدف د ریل ګاډو تاسیسات په نښه کوي- اوکراین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د اوکراین یو امنیتي مقام د جمعې په ورځ، اپریل ۲۶(غوايي اوومه) وویل چې روسې ځواکونو په دغه هیواد کې د اورګاډي پر تاسیساتو خپل بریدونه زیات کړي، ترڅو کیف سره د لویدیځ د پوځي او بشري مرستو د لیږد مخه ونیسي.

دغه امنیتي مقام د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، چې ددغو وژونکو بریدونو زیاتوالی، د روسي ځواکونو د پراخ جګړه ایز پلان څخه مخکې، اوکراین ته د پوځي تجهیزاتو د رسولو په بهیر کې د خنډ د رامنځته کولو په هدف ترسره کیږي.

په ورته وخت کې اوکرایني سرچینو ویلي، چې دا ډول "بریدونه د پراخو جګړه ایزو بریدونو د پیل څخه مخکې، د معیاري پوځي اقداماتو یوه برخه ده."

اوس مهال د اوکرایني ځواکونو په پرتله، روسي پوځیان نه یوازې د پوځي تجهیزاتو له پلوه، بلکې د بشري منابعو له پلوه هم په برلاسه دي. بلخوا، کیف خبرداری ورکړی چې په راتلونکو اونیو کې د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې روانه جګړه له جدي ستونزو سره مخ وه.

دا پداسې حال کې دی چې سیمه ییزو چارواکو د اوکراین د دولتي اورګاډي ادارې سره په ګډه، د دغه هېواد د اورګاډو پر پټلیو د روسي ځواکونو لخوا د وژونکو بریدونو زیاتوالی د خبر پخلی کړی دی.

د اوکراین اورګاډو ادارې مسؤلینو ویلي، په ختیځ دونیتسک سیمه کې د روسیې په راکټي برید کې د اورګاډي درې کارکوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

ددغو مسؤلینو په خبره، د پنجشنبې ورځې په بریدونو کې لس ملکي وګړي هغه مهال ټپیان شول چې روسي ځواکونو د خارکیف په "بالاکلیا" سیمه کې پر اورګاډي برید وکړ.

بلخوا د روسیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د دوی ځواکونو د دونتسک په سیمه کې " د لویدیځ هغه پوځي وسلې او مهمات" په نښه کړي چې یوه ورځ وړاندې د اورګاډي له لارې کیف ته لیږدول کیدل. یاد وزارت دا هم ویلی، چې روسي ځواکونو په خارکیف سیمه کې د اورګاډي تاسیسات په نښه کړي دي.‌

د اوکراين د اورګاډو پر تاسيساتو دغه وژونکي بريدونه په داسې حال کې تر سره شوي، چې يو امريکايي چارواکي د پنجشنبې په ورځ وويل، متحده ایالتونه به ډېر ژر کیف ته د شپږ ميلياردو ډالرو په ارزښت د نويو وسلو د پېرلو خبر اعلان کړي.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې واشنګټن به د جمعې تر ورځې(د اپریل ۲۶مه) پورې د دغو وسلو د پېرلو خبر ورکړي.

د دغه چارواکي په وینا، په دغو وسلو کې به د توغندیو ضد رادار سیسټم، زغره وال نقلیه واسطې، د پاټریوټ دفاعي سیسټم راکټونه، بې پیلوټه الوتکې (ډرون) ، رهبري شوي راکټونه او د ډرون ضد سیسټمونه شامل وي.

په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) یو ویاند د امریکا غږ ته ومنله چې واشنګټن اوکراین ته د «ATACMS» په نوم د لېري واټن وېشتونکي تکتیکي بالستیکي میزایل ورکړي‌ دي.

دا میزایل د ۳۰۰ کیلومترو په واټن کې هدف وېشتلای شي او دا لومړی ځل دی چې له روسیې سره په جګړې کې اوکراین داسې توغندي ترلاسه کوي.

د پنټاګون ویاند وویل، چې دا میزایل له اوکراین سره د امریکا د هغو ۳۰۰ میلیون ډالرو د مرستو یوه برخه ده چې د مارچ په میاشت کې یې کړې وه.

په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ یو جګپوړي چارواکي ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې اقدام امر وروسته له هغه وکړ، چې روسیې له شمالي کوریا د بالستیک توغندیو له پیرودلو وروسته د هغه څخه کار واخیست.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG