د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې لا هم د پولیو په وړاندې خنډونه شته – چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د غزني ولایت روغتیايي چارواکي وايي، د پولیو (ګوزڼ) واکسین په وړاندې لاهم خنډونه پراته دي او د دې واکسین پر ضد د خپلسرو تبلیغاتو له امله یو شمېر کورنیو له دغه واکسینه انکار کړی دی.

دوی وايي چې دغه تبلیغات یوازې د یو څو کسانو له خوا کیږي او حتی ځینې ملا امامان هم دغه واکسین ردوي او له همدې امله ځینې کورنۍ بیا د واکسین له اخیستلو ډډه کوي.

په غزني ولایت کې د روغیتا نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې یو لړ خپلسره تبلیغات د دې لامل شوي چې اوس هم یو شمېر کورنۍ خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکړې ډډه وکړي.

ښاغلي حنیف وویل: "د دې پروګرام په مقابل کې خپلسري تبلیغات ترسره کیږي، ځینې خلک په غیر رسمي ډول دې ته شرعي اړخ ورکوي او له اسلامي نظره یې ناروا ګڼي، نو خلک د دوی د خبرو تر اغیز لاندې راځي او واکسین ردوي."

نوموړي زیاته کړه چې یونیسف یو پروګرام هم لري چې پکې د دوی څارونکي (مانیتوران) او مبلغین د رضاکارانو سره په څنګ کې کار کوي ترڅو کورنۍ قانع کړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

له بلې خوا د غزني ولایت یو تن دیني عالم، قاري شکرالله احمدي امریکا غږ ته وویل چې د پولیو واکسین هیڅ شرعي اعتراض نه لري او ټولو دیني عالمانو فتوا صادره کړې چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دې واکسین ورکړل شي.

نوموړي وویل: "د پوليو واکسين په اړه د ټولو دیني عالمانو او مفتيانو فتوا دا ده، چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دې واکسين شي، ځکه علما وايي، چې د پېښې مخنيوى بايد د پېښې د رامنځته کیدو څخه مخکې وشي، نو خدای مکړه مخکې له دې چې ماشومان په ګوزڼ اخته شي نو باید واکسین ورته وشي."

د دې ترڅنګ د پوهنتون استاد ګل الرحمن احمدي هم له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل:" د خلکو له ذهنونو د دغو ناسمو باورونو د لرې کولو لپاره باید د عامه پوهاوي په برخه کې پروګرامونه زیات شي."

ښاغلي احمدي وويل: "د پوليو واکسين د اکثرو علماوو او مشهورو پوهانو له نظره حلال بلل شوى او په دې يې اتفاق کړى، چې د ماشوم د ژوند لپاره ګټور دى او ماشوم له دايمي معيوبيت او فلج څخه مخنيوى کوي، نو هيله ده چې په دې برخه کې عامه پوهاوی زیات شي او دا غلط او ناسم باورونه چې په ځینو سیمو کې شتون لري، له منځه لاړ شي."

د روغتيايي مسؤولينو په وينا، د پوليو يا ګوزڼ د واکسين پر وړاندې پراته خنډونه او د ستونزې لرې کولو په خاطر پوره هڅه کوي، ترڅو د کورنيو د ناسم باور له امله کوم ماشوم له واکسين څخه پاتې نه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG