د لاس رسي وړ اتصالات

غزني ولایت کې د پولیو د تطبیق په برخه کې خورا مثبت بدلونونه راغلي- واکسیناتوران


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

غزني ولایت کې یو شمیر واکسیناتوران چې کلونه د پولیو واکسین په برخه کې کار کوي وایي چې د تیرو پنځو کلونو په پرتله اوس مهال یاد ولایت کې ډیر مثبت بدلونونه رامنځته شوي.

د دوی په وینا، اوس مهال غزني ولایت کې د ګوزڼ واکسین څاڅکي له پنځو کلو کم عمره ماشومانو ته په منظم ډول او په خپل ټاکلي وخت سره کور په کور تطبیق کيږي.

د دې ډلې یو فعال غړی چې حاجی عزیز نومیږي او د تیرو شلو کلونو څخه په غزني ولایت کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکي ورکوي، امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د تیرو پنځو کلونو په پرتله اوس مهال یاد ولایت ماشومانو ته د واکسین د تطبیق په برخه کې ډیر مثبت تغییرات راغلي چې یو یې هر ماشوم ته کور په کور د واکسین رسول دي.

نوموړي زیاته کړه: "مخکې د پولیو واکسین جومات په جومات تطبیق کیدو او د سړې هوا او د لرو سیمو د واټن له کبله به ډیری خلکو خپل ماشومان د واکسین لپاره جوماتونو ته نه راوستل او هغوی به له واکسین څخه پاتې کیدل، خو اوس له نیکه مرغه امنیتي شرایط ښه دي او مسؤولین هم له موږ سره همکاري لري او کمپاینونه کور په کور تطبیق کیږي."

له بلې خوا، ډاکټر ګل ولي ولیزي چې د تیرو شپږو کلونو راهیسې غزني ولایت د ګوزڼ واکسین تطبیق برخه کې کار کوي، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې اوس مهال یاد ولایت کې د ګوزن واکسین د دوی لخوا په پوره دقت او بریالیتوب سره تطبیق کیږي.

هغه وویل: "اوس مثبت تغییرات پدې راغلي چې کمپاینونه د ټولو سوپروایزرانو په توجه او دقت سره تطبیق کیږي او د یو مشخص پلان له لارې ټول مواد په وخت سره واکسیناتورانو ته ورکول کیږي چې همدارنګه په ډیر دقت سره مصرف ته هم رسیږي؛ ځینې وخت له موادو څخه ډیره کمه فصیدي یې بیرته پاتې کیږي. اوس کمپاینونه ډیر بریالي دي او تیره دوره کمپاین هم ډیر بریالی وو."

د دې ترڅنګ په غزني ولایت کې د روغتیا نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف امریکا غږ سره په خبرو کې په روان میلادي کال د ګوزڼ واکسین د ښه تطبیق خبره کوي او وایي چې د تیرو کلونو په پرتله اوس یاد ولایت کې د ګوزڼ واکسین څاڅکي کور په کور هر ماشوم ته رسیږي .

ښاغلي حنیف وویل: "د ۲۰۲۳ کال د مې، اګسټ، سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې څلور کمپاینونه په ډیر ښه او معیاري توګه کور په کور ترسره شول، او ټولو تر پنځو کالو وړو ماشومانو ته واکسین څاڅکي په صحي توګه ورسیدل. په پلان کې ده چې د نوامبر په ۲۷ تاریخ بیا هم بل کمپاین تطبیق شي او هغې لپاره امادګی روانې دي."

د روغتیایي چارواکو په وینا په غزني ولایت کې په تیرو پنځو کلونو کې د پولیو ناروغۍ د محوې کمپاینونه په مختلف حالاتونو کې وو. د دوی په وینا د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې د ګوزڼ د محوې کمپاینونه په مکمل ډول بند وو او اوس کمپاینونه په صحي ډول او خپل وخت سره تطبیق کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG