د لاس رسي وړ اتصالات

د لارو بندیدل او سړه هوا باید له واکسین څخه د هیڅ ماشوم د پاتې کیدو سبب نشي- د غزنی اوسیدونکي


د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې د پولیو کمپاین

د غزني ولایت یو شمېر اوسیدونکي له کورنیو، په ځانګړي ډول له میندو او پلرونو غواړي چې د لارو بندیدل او سړه هوا باید له واکسین څخه د هیڅ ماشوم د پاتې کیدو سبب نشي.

دوی یادونه کوي چې غزني سوړ ژمی لري او د زیاتې واورې د اورښت له امله د ځینو ولسوالیو مواصلاتي لارې بندیږي او واکسیناتوران نشي کولاې د خلکو تر کورونو ځانونه ورسوي، نو کورنیو ته پکار ده چې خپل ماشومان په روغتیایي مرکزونو کې واکسین کړي، او باید هیڅ ماشوم د ګوزن ضد واکسین له څاڅکو محروم نشي.

د غزني ښار یو تن اوسیدونکي، میاګل صدیق، امریکا غږ ته وویل: ”د ژمي په موسم کې د سړې هوا له امله ګڼ شمېر کورنۍ خپل ماشومان د واکسین لپاره له کورونو نه راکاږي، چې پدې توګه ډیری ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي او ښایي په راتلونکي کې په ګوزن ناروغۍ اخته شي.

نوموړی له روغتیایي چارواکو غواړي چې د ژمي په موسم کې دې لیرې پرتو سیمو ته د ګوزن ضد واکسین ورسوي، او په کورنیو غږ کوي چې خپل ماشومان دې په کمپاینونو او روغتیایي مرکزونو کې د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

د غزني ښار اوسیدونکې، زرمینه، بیا وایي چې ښایي د ژمي په موسم کې واکسیناتوران هر کور ته ځانونه ونشي رسولی. نو کورنۍ باید په هر ترتیب چې کیږي خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په کلینکونو کې واکسین کړي.

په غزني کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف، امریکا غږ ته وویل: ”جاغوري، مالستان، ناور او اجرستان د سړو ولسوالیو په ډله کې شاملې دي، او هلته د ژمي په دریو میاشتو (جنوري، فبروري او مارچ) کې د مواصلاتي لارو د بندیدو له امله د پولیو ضد کمپاین نه ترسره کیږي.

د غزني ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې دوی هڅه کوي چې په یادو ولسوالیو کې د ژمي د موسم له پای ته رسیدو وروسته، سمدلاسه د پولیو ضد کمپاینونه ترسره کړي. همدارنګه له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان دې په روغتیایي مرکزونو کې واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG