د لاس رسي وړ اتصالات

غزني ولايت د پولیو انساني او محيطي پېښو پاک دی – مسؤولین


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د غزني ولايت روغتيايي مسوولين وايي چې د دوی له پرله پسې هڅو وروسته په دغه ولايت کې د پوليو کومه انساني او محيطي پېښه نه ده ليدل شوې.

په غزني ولایت کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د دغه وضعیت د ساتلو په موخه سږ کال د پولیو واکسین کمپاین ښه تطبیق ته به هم ځانګړې پاملرنه کوي.

نوموړي وويل:" له پرله پسې او لوړ کيفيت لرونکي کمپاينونو وروسته په غزني کې د پوليو کومه مثبته انساني او محیطي پېښه نه ده رامنځته شوې، نو د دې وضعيت د ټينګښت په موخه اړينه ده چې راتلونکي کمپاينونه په ښه توګه ترسره شي او د دې ویروس د خپریدو مخه ونیول شي."

هغه زیاته کړه، په دې برخه کې اړینه ګڼو چې په غزني کې د ۲۰۲۴ کال لپاره په ملي کچه پلان شوي کمپاینونه په سمه توګه او لوړ کیفیت ترسره شي او د دې ولایت په هر ګوټ کې ماشومانو ته واکسین ورسیږي.

د ډاکټر حنيف په وينا، دوى يو ځانګړى پلان لري، چې هغو افغان کډوالو ته د پوليو واکسين ورکړي، چې له پاکستانه راغلي او يا هم راروان دي.

بل خوا، د غزني ولایت سیمه ییز خبریال میاګل صدیق امریکا غږ سره په مرکه کې وايي چې د پولیو د ویروس د مخنیوي په موخه باید هغه افغان کډوالو ته چې له پاکستانه راستانه شوي د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل شي.

میاګل وويل: "له پاکستان څخه غزني ته شاوخوا ١١٠٠ کډوالې کورنۍ راغلې دي، نو زما په اند دغه کورنۍ په مرکز کې نه، بلکې تر ډېره د پولې په شاوخوا کې وې، زه فکر نه کوم چې هلته به دوی ته واکسين شوی وي، نو دې ماشومانو ته باید واکسین په ښه توګه تطبیق شي."

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکې فوزيه هم وايي، چې د ښو کمپاينونو لړۍ بايد جاري وساتل شي، ترڅو دغه ويروس نه يوازې له غزني بلکې له ټول هېواد څخه له منځه ولاړ شي.

نوموړې وويل: "په دې وروستيو کې د پوليو واکسين کمپاين ډېر ښه پرمخ تللى او بايد همداسې دوام وکړي، څو د پوليو ويروس نه يوازې له غزني بلکې له ټول هېواد څخه له منځه ولاړ شي او کورنۍ بايد کوښښ وکړي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي او د دې ویروس په له منځه وړلو کې همکار ووسي."

د روغتيايي چارواکو په وينا، د پوليو ويروس د له منځه وړلو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي، څو دغه ويروس له منځه ولاړ شي او ماشومان روښانه او سالمه راتلونکې ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG