د لاس رسي وړ اتصالات

جیاني انفانتینو تر ۲۰۲۷ پورې بیا د فیفا مشر وټاکل شو 


د فیفا مشر جیاني انفانتینو
د فیفا مشر جیاني انفانتینو

د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر جیاني انفانتینو تر ۲۰۲۷ پورې بیا د دغه فدراسیون مشر وټاکل شو، د هغه په مقابل کې کوم بل قوي کاندید نه و ولاړ.

انفانتینو ۵۲ کلن دی، مسلک یې قانون او د سویس دی. هغه په ۲۰۱۶ کال د سب بلټر په ځای د فیفا مشر شو.

انفانتینو په رواندوا کې د فیفا په کانګرس کې د مشر په توګه له بیا ټاکل کېدو وروسته وویل: « زه له تاسو ټولو سره مینه لرم: له هغوی سره هم مینه لرم چې له ما سره مینه کوي، پوهېږم چې شمېر یې ډېر دی، او له هغوی سره هم مینه کوم چې زه یې نه خوښوم، د دوی شمېر څو تنه دی.»

د فیفا د مشر دوره درې یا حد اکثر څلور کاله وي، خو انفانتینو وار د مخه داسې اشارې ورکړې ده چې هغه به تر ۲۰۳۱ کال پورې په دغه مقام کې وي. هغه د ډسمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې د لومړۍ دورې درې کلونه یې بشپړه دوره نه بلل کېږي.

د فوټبال ۲۰۲۲ نړیوال جام په قطر کې وشو، په قطر باندې تور دی چې له کاریګرو، ښځو او همجنسبازانو سره ښه چال چلند نکوي، مګر انفانتینو د فوتبال د سیالیو د کوربتوب له کبله د قطر کلکه ننګه وکړه او مننه یې ترې وکړه.

د انفانتینو په مهال د فوټبال د نارینه وو او ښځو په نړیوالو جامونو کې د لوبډلو شمېر زیات شو او همدغه راز د دغې ادارې عواید هم ډېر شول.

د ناروې د فوتبال فدراسیون مشرې لیز کلاوینیز ویلي وو چې د انفانتینو ملا به ونه تړي. هغې همدغه راز وړاندیز کړی چې د فیفا په کانګرس کې باید د قطر د نړیوال جام د کوربتوب اړوندو او اینده لپاره د بشري حقونو د سرغړونو په اړه بحث وشي. خو له دې مخالفت سره سره بیا هم د انفانتینو په مقابل کې کوم بل قوي‌ کاندید نه و.

انفانتینو په همدې حال کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ فوتبال په نړیوال جام کې به د ګډون کوونکو لوبډلو شمېر ۴۸ وي او دا به اول ځل وي چې په دومره ډېر شمېر کې لوبډلې په نړیوال جام کې ولوبېږي.

د فرانس پرس د راپور په اساس، فیفا ویلي دي چې په راتلونکي نړیوال جام کې به ۱۲ ګروپونه وي، په هر ګروپ کې به څلور لوبډلې وې او ټولټال به ۱۰۴ لوبې کېږي. په تېر نړیوال جام کې ۶۴ لوبې وشوې. د فوتبال راتلونکی نړیوال جام په شمالي‌ امریکا کې کېږي.

انفانتینو همدغه راز اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به د کلب فوتبال نړیوال جام سیالۍ هم پراخوي چې په هرو څلورو کلونو کې به یو ځل کېږي او ۳۲ لوبډلې په په کې لوبېږي.

هغه د فیفا د کانګرس په ۷۳مې غونډې کې وویل: «موږ په نړیوال کچه ډېرې سیالۍ غواړو، کمې نغواړو.»

جیاني‌ انفانتینو همدغه راز د خپلو عوایدو پلان هم په ډاګه کړ او وویل چې تر ۲۰۲۶ کال پورې به د فیفا عواید ۱۱ میلیارد ډالرو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې په تېرو څلورو کالونو کې یې عواید ۷.۵ میلیارد ډالر و.

XS
SM
MD
LG