د لاس رسي وړ اتصالات

د بې وزله هیوادونو سرمشریزه کې د یمن استازی: ایران موږ ته مرګونه ډالۍ کوي 


په قطر کې د بې وزلو هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو سرمشریزه
په قطر کې د بې وزلو هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو سرمشریزه

په قطر کې د بې وزلو هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې یو یمني چارواکي پر ایران تور ولګاوه چې دې جنګ ځپلي هیواد ته د "مرګ ډالۍ" لیږي.

د دوشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب ۱۵) د بې وزلو هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ غونډه کې یمن او ایران پر یو بل اعتراضونه وکړل. په نړیواله کچه د یمن د په رسمیت پیژندل شوي حکومت استازي عثمان مجالي په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال ایران چې د یمن د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي، سخت وغنده او په وړاندې یې د ایران د ولسمشر مرستیال محسن منصوري سخت غبرګون وښود.

حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن پلازمینه ونیوله او یو کال وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ځواکونو پدې هیواد کې مداخله وکړه چې د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین یې رامنځ ته کړ.

د یمن د جمهوري شورا غړي عثمان مجالي غونډې ته په وینا کې وویل یمن "په استثنایي شرایطو کې ژوند کوي چې لاملونه یې د سرچینو کمبود نه دی ... (بلکې) کودتا او هغه جګړه ده چې د یمنیانو پر وړاندې د تروریستي حوثي ملیشو لخوا پیل شوې، هغه ملیشې چې د ایران رژیم لخوا روزل شوي او تمویل شوي".

مجالي همداشان «په عربي هیوادونو کې د ایران له خوا د ګډوډۍ د خپریدو او د سیمې د کنټرول لپاره رامنځته شوي تروریستي او توکمپاله غورځنګونه» او «په یمن کې د ایران د تخریبي کړنو دوام» وغانده.

کله چې غونډې ته د ایران د مرستیال ولسمشر محسن منصوري د وینا کولو نوبت راغی، د یمن پلاوی د کنفرانس له تالار څخه ووت.

د ایران مرستیال ولسمشر د مجالي څرګندونو ته غبرګون وښود او هغه یې "بې اساسه، بې بنسټه او غیر مسؤلانه څرګندونې" وبللې.

منصوري کنفرانس ته وویل، "د هغه [مجالي] هڅه چې د غونډې له اجنډا څخه تمرکز بلخوا ته واړوي، د افسوس وړ ده."

هغه وویل، "د یمن د ګرانو خلکو لپاره، زه په صادقانه توګه د سولې او آرامۍ، پرمختګ او د بهرنیو لاسوهنو او تیریو له امله له بحرانونو څخه د وتلو هیله کوم."

ایران وايي، د حوثي شیعه ډلې سیاسي ملاتړ کوي او له هغوی سره پوځي مرستې نکوي.

دا پداسې حال کې دي چې تیره اونۍ د بریتانیا سمندري ځواکونو وویل، یوه کوچنۍ کښتۍ چې ایراني وسلې یې د قاچاق په یوه پیژندل شوې لاره یمن ته لیږدولې، ونیولې. خو تهران دا څرګندونې "جعلي خبرونه" بللي.

XS
SM
MD
LG