د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو د ښوونځیو د بندولو ۲۰۰ ورځې؛ فعالان یې پرانیستل غواړي 


د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره مظاهرې
د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره مظاهرې

په افغانستان کې د راپورونو په اساس د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو شاوخوا ۲۰۰ ورځې کېږي او د تعلیم او نجونو د حقونو ځينو فعالانو دا مرحله «۲۰۰ تورې ورځې» نومولې ده.

فعالان د طالبانو له حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د نجونو متوسطه او عالي‌ لېسې ژر پرانیزي.

یوناما په دې اړه د طالبانو پرېکړه «ټکان ورکوونکې» بللې ده. یوناما په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې د طالبانو حکومت د ځمکې په سر یوازینی رژیم دی چې نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت د خپلو ژمنو خلاف د تعلیمي کال په پیل کې د نجونو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو څو ساعته وروسته دا ښوونځي تر «امر ثاني پورې» بېرته وتړل. دا کار په افغانستان او نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول او ټولو د طالبانو دا پرېکړه وغندله.

د ملګرو ملتونو د سولې، ثبات او عدالت د ترویج د نړیوالې برخې مسئولې ملیسا فلیمینګ ویلي دي‌ چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل «یو دردوونکی او غموونکی حقیقت» دی.

طالبان د اسلامي شریعت او افغان فرهنګ د فضا او شرایطو نشتوالی د دغو ښوونځیو د تړل کېدو عمده علتونه یادوي.‌

د نجونو د تعلیم د حقونو د مدافعې او نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاءالدین یوسفزي په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « د تورتم ۲۰۰ ورځې چې په یوې اوږدې شپې بدلې شوې. پرېږدئ چې سباوون شي. پرېږدئ چې رڼا شي. معارف رڼا ده.»

د امریکا متحدو ایالتونو، ملګرو ملتونو،‌ اروپايي‌ ټولنې،‌ د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري ‌حقونو د څار سازمان او نورو سازمانونو له طالبانو غوښتي‌ دي چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

د معارف یو بل افغان فعال مطیع الله ویسا په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ۲۰۰ ورځې وشوې چې طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي‌دي.

د افغانستان د مخکني حکومت د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل هم د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. ښاغلی امرخېل اوس په کابل کې ژوند کوي.

یو بل افغان فعال محسن امین په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د طالبانو په دې پرېکړې سره په افغانانو کې نا امیدي او مایوسي‌ نوره هم زیاته شوېده.

نوموړي لیکلي دي داسې ښکاري چې طالبان نشي‌ کولای څو عالمانو ته،‌ چې له خلکو ګوښه او منزوي دي، قناعت ورکړي.

د طالبانو یو چارواکي سهیل شاهین ویلي دي چې د نجونو د ښوونځیو تر پرانیستل کېدو مخکې باید ځینو «عملي‌ستونزو» ته رسېدګي وشي، خو هغه په دې اړه نور جزیات ورکړلي‌ نه دي.

د طالبانو په تېرې واکمنۍ کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې هم په افغانستان کې د نجونو ښوونځي‌ تړل شوي‌ وو او ښځو ته د کار او فعلایت اجازه نه وه.

XS
SM
MD
LG