د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په نړۍ کې لوږه کمه شوې

د ملګرو ملتونو د یو نوي راپور په اساس دا درېیم پرلپسې کال دی چې په نړۍ کې د لوږې اندازه کمه شوې خو وايي چې په نړیوالې سوداګرۍ کې خنډونه او د موسمونو بدلېدل د لوږې سره مقابلې کې د نورو پرمختګونو مخه نیولای شي.

د ملګرو ملتونو پنځو ادارو په نړۍ کې د غذا او تغذیې په اړه په یو ګډ راپور کې ویلي دي چې تېرکال ۶۴۵ میلیون انسانانو، چې د ټولې نړۍ ۷.۸ فیصده نفوس کېږي، لوږه ګاللې او تجربه کړې ده، ملګري ملتونه وايي دا شمېره د تېرو دوو کلونو په پرتله کمه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي دي چې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ ۸.۱ فیصده نفوس او په ۲۰۲۲ کال کې بیا ۸.۶ فیصده نفوس لوږه تجربه کړې وه.

دا پرمختګونه په اسیا، په خاص ډول په هند، په لاتینې امریکا او د کارابین په هېوادونو او سیمو کې شوي.

که څه هم افریقا په ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې د سوء تغذیې تر ټولو لوړ شمېر درلود او ۳۰۹ میلیون افریقایان یې ځپلي وو.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړاندوینه کړې چې په نړۍ کې به د لوږې اندازه تر ۲۰۳۰ کال پورې همداسې مخ په ځوړ وي.

خو د دې پرمختګونو سره سره د ملګرو ملتونو کارپوهان اندېښنه لري چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له کبله د هرمز په تنګي کې د بېړیو او کښتیو په تګ راتګ کې خنډونه کولای شي دا پرمختګونه ټکني کړي. دا لاره د نړۍ د صادراتو او اکمالاتو لپاره یوه عمده لار بلل کېږي او د نړۍ ۲۰فیصده انرژي په همدې لارې انتقالېږي.

په دې سربېره د موسمونو ناببره تغیر، سیلابونه، زلزلې او دا ډول نور طبعي پېښې او خطرونه نور هغه څه بلل شوي چې د ملګرو ملتونو د راپور په اساس شاید د لوږې سره مقابله کمزورې کړې.

په نړۍ کې د لوږې د کمولو په اړه داسې مهال دا راپور خپرېږي چې د ملګرو ملتونو ادارې وایي په افغانستان کې میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د راپورونو په اساس، په ۲۰۲۵ کال کې په هرو څلورو افغانانو کې یې دریو، چې شاوخوا ۲۸ میلیونه خلک کېږي، نه شوای کولای چې خپلې لومړنۍ او اساسي اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د تنظیم اداره وايي چې د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاو او اقدام د پلان د پلي کېدو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو د مۍ تر میاشت پورې یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر مرسته ترلاسه شوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG