د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د روان کال د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د سینه او بغل له کبله ۱۹۸ تنه کسان مړه شوي دی.
دغه سازمان د مارچ د میاشتې راپور د شنبې په ورځ خپور کړی دی او ویلي دي چې په افغانستان کې د سینه بغل او نورې ناروغۍ زیاتې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان راپور ښيي چې د مارچ په میاشت کې (سینه بغل ۱۹ کسان مړه کړي» او همدغه راز څه باندې ۱۳۱زره نور کسان په سینه بغل اخته شوي دي. دغه سازمان وايي چې دا ناروغي شاوخوا ۲۵ فیصده زیاته شوې ده.
په راپور کې نه دي ویل شوي چې دا کسان دقیقآ د افغانستان په کومو سیمو کې مړه شوي او څومره یې ښځې او ماشومان دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان راپور همدغه راز په افغانستان کې د ملاریا، ډینګي تبې، او نورو ورته ناروغیو د پېښو د زیاتېدو یادوونه هم کړې ده.
د روغتیا نړیوړال سازمان دا هم وایي چې د بودجې د کموالي له امله له ۳۵ زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي، او دا وضعیت میلیونونه خلک له لومړنیو روغتیايي خدماتو بې برخې کوي.
په بدخشان ولایت کې د عامه پوهاوي یوې ډلې، چې ۲۸ ښځینه او نارینه کارکوونکي پکې شامل وو، د لوړ خطر لرونکو سیمو له ۳۷ زرو زیات خلک د ناروغیو د مخنیوي او روغتیايي پوهاوي له پیغامونو برخمن کړي، چې ۶۰ سلنه یې ښځې وې.
ملګري ملتونه او نړیوالې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، که نړیواله ټولنه عاجلې مالي مرستې زیاتې نه کړي، افغانستان کې به د خوړو، روغتیا او بشري خدماتو بحران نور هم ژور شي.
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) تازه راپورونه ښيي چې طبیعي پېښې، د راستنېدونکو زیاتوالی، د ناروغیو خپرېدل او د بودجې کمښت په افغانستان کې د بشري خدماتو په ادارو سخت فشار راوستی دی.
ډبلیو اف پي په خپل یو راپور کې ویلي دی چې یوازې د روان کال د اپرېل په میاشت کې شاوخوا ۲.۹ میلیون کسانو ته بشري مرستې رسولي دي، چې نقدي مرستې او خوراکي توکي په کې شامل دي.
راپور وایي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو په لغمان، ننګرهار، بغلان، هرات، کندهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ زیانمنې کړې دي.
په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دغه اداره خبرداری ورکوي چې د بودجې کمښت له امله به د جون له پیل وروسته په پنځو مهمو سرحدي سیمو کې د راستنېدونکو لپاره مرستې رسولای نه شي. راپور زیاتوي چې د قحطۍ د مخنیوي او ژمنۍ مرستې پروګرامونه هم له خطر سره مخ دي، او شاوخوا ۱.۵ میلیون کسان ښايي له ضروري مرستو بې برخې شي.
فورم \ دبحث خونه