د متحده ایالاتو حکومت د ویرجنینیا په ایالت کې یو قاضي ته خبرداری ورکړی چې د امریکا سمندري ځواکونو یو غړي ته د یوې افغان ماشومې فرزندي اخیستو لپاره اجازه ورکول د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاونه ده او ښایي په نړۍ کې د "ماشومانو نړیوالې تښتونې د قانون منظوریدل" وګڼل شي.
د محکمې یو شمیر محرم اسناد چي اې پي خبري اژانس تر لاسه کړي، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت استدلال کړی چې دا جنجال داسې عواقب لري چې یوازې د محکمې پورې محدود نه پاتې کیږي.
د ماشومانو د سرپرستۍ په موضوع چې معمولاً په سیمه ایزو محکمو کې حل کیږي، ډیر لږ داسې پیښیږي چې د فدرال حکومت په کچه پکې مداخله وشي.
خو د عدلیې وزارت وکیلانو او نورو حکومتي چارواکو خبردرای ورکړی که دا څلور کلنه ماشومه په متحده ایالاتو کې خپلوانو ته ونه سپارل شي، ښایي په امریکا کې د افغانانو بیا میشت کیدو پروګرام به د خطر سره مخ شي.
حکومت همدارنګه ویلي چې دا کار نړیوالو معاملو ته خطر پیښوي او ښایي سخت دریځه اسلامي ډلې یې د تبلیغاتو لپاره وکاروي او د دې احتمال هم شته چې په بهر کې میشتو امریکایي ځواکونو ژوند هم په خطر کې واچوي.
دا ماشومه چې سږ کال اوړي کې څلور کلنه شوه د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان په یوې کلیوالې سیمې کې د امریکا او افغان ګډو ځواکونو په برید کې یې مور پلار، پنځه خویندې او ورور ووژل شول خو دا په ټپي حالت کې ژوندۍ پاتې شوې وه.
هغه څه باندې پنځه میاشتې د امریکا په یو نظامي روغتون کې وه او بالاخره یې د افغانستان مخکني حکومت او د سره صلیب نړیوالې ټولنې د کورنۍ غړي پیدا کړل او دا یې ور وسپارله.
ویل کیږي چې دا ماشومه د خپل تره زوی او میرمنې ته په افغانستان کې سپارل شوې وه چې تازه یې واده کړی وه.
خو د محکمې په اسنادو کې بیا ویل شوي د امریکا د سمندري ځواکونو افسر جاشوا مست او میرمنې یې سټیفني پداسې حال کې چې دا ماشومه لا په افغانستان کې وه، د متحده ایالاتو د ویرجینیا ایالت په یوې محکمې کې د ماشومې د فرزندۍ اسناد سپارلي وو او قاضي هم د هغوي غوښتنه منلې وه.
د امریکا د سمندري ځواکونو دې افسر پرته لدې چې د ماشومې خپل خپلوان خبر کړي، د هغې د فرزندي کولو پرېکړه وکړه او په محکمې کې یې قاضي ته ویلي وو چې دا ماشومه د "څو ورځو ترهګرو مور پلار" لور وه چې په جګړې کې وژل شوي او هغه "بې وطنه یتیمه" ده.
جاشوا مست په محکمې کې دا ادعا هم کړې وه چې د افغانستان حکومت (جمهوري نظام) تیار و چې پدې نجلۍ د خپل واک څخه تیر شي خو دا کار هیڅکله نه و شوی او قاضي له همدې کبله د دې نظامي افسر او میرمنې د فرزندۍ غوښتنه منلې وه.
په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته د امریکا د سمندري ځواکونو دې افسر د همدې افغانې کورنۍ سره مرسته کړې وه چې د افغانستان څخه امریکا ته ولاړ شي.
د عدلیې وزارت مدافع وکیلانو ویلي " هغه جدي زیان لا هم روان دی چې د ماست کورنۍ (امریکاي سرتیري او میرمن یې) دې ماشومې، د هغې کورنۍ او متحده ایالاتو ته رسولی".
دي وکیلانو ویلي تر ټولو ناوړه دا ده چې دا ماشومه لا هم د ماست کورنۍ سره ده.
فورم \ دبحث خونه