د لاس رسي وړ اتصالات

یونان له اوره تښتېدلي پناه غوښتونکي ځای په ځای کوي 


د لیسبوس ټاپو د موریا په کمپ کې اور لګېدلی و
د لیسبوس ټاپو د موریا په کمپ کې اور لګېدلی و

د یونان حکومت وايي هغه زرګونه پناه غوښتونکي به په موقتي کمپونو کې مېشت او ځای پرځای کړي چې د لیسبوس په ټاپو کې یې کمپ وسوځېده.

د یونان د لیسبوس په ټاپو کې د «موریا» په کمپ کې شاوخوا ۱۲زره پناه غوښتونکي اوسیدل‌ چې اوس له سرپناه پرته ژوند کوي. ویل کیږي چې په دغو پناه غوښتونکو کې یې اکثریت افغانان، سوریایان او د افریقا وګړي دي.

دا پناه غوښتونکي د کروناویروس د مخنیوي په مقصد د لاس وینځلو لپاره پوره اوبه او مایعات هم نلري. دا مهاجر له هغه وروسته نور هم له ستونزو سره مخامخ شول چې تېره چهارشنبه د «موریا» په کمپ کې اور ولګېده.

د یونان چارواکي‌ شک کوي چې شاید یو شمېر پناه غوښتونکو قصدآ دا اور بل کړی وي چې حکومتي مسولین له دغه ټاپو څخه ووځي.

ویل کیږي چې په کمپ کې ۳۴ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي وو او هغوی له نورو پناه غوښتونکو سره نژدې اوسېدل چې له کبله یې شخړه هم شوې ده.

یوناني چارواکي پناه غوښتونکي معاینه کوي او بیا یې په موقتي کمپونو کې ځای په ځای کوي.‌ ویل کیږي چې تر دې دمه یې ۶۰۰ پناه غوښتونکي ځای په ځای کړي دي او حکومت وايي د همدغې اونۍ تر پای پورې به ټول پناه غوښتونکي نورو موقتي کمپونو ته انتقال کړي.

په همدې حال کې د جرمني‌ د «بېلډ» ورځپاڼه وايي چې برلین د ښه نیت په اساس د لیسبوس د ټاپو د کمپ څخه د زرګونو پناه غوښتونکو د منلو په اړه غوره کوي.

د جرمني‌ چارواکي وايي چې دا کمپ باید له سره ورغول شي او مسولیت یې هم اروپايي ټولنې ته ورکړل شي.

جرمني همدغه راز هیله لري چې د اروپايي ټولنې نور هېوادونه هم د لیسبوس په ټاپو کې د دغه کمپ د ۱۲زره پناه غوښتونکو په مېشتولو کې برخه واخلي.

د افغانستان په ګډون د ځینو نورو جنګ ځپلو او وروسته پاتې هېوادونو پناه غوښتونکو د یونان له لارې د اروپا ځینو نوور شتمنو هېوادونو ته ځي.

XS
SM
MD
LG