د لاس رسي وړ اتصالات

د اصلاحاتو دوام؛ عربستان د میرمنو د ګلف نړیوالو سیالیو کوربه توب کوي


سعودي عربستان د میرمنو د ګلف د لومړنیو نړیوالو سیالیو کوربه توب ته چمتوالی نیسي.

ټاکل شوې دا سیالۍ د نومبر میاشتې له ۱۲ تر ۱۵ پورې په جدې ښار کې وشي چې پکې به د ګلف لوبو پیاوړې او مسلکي لوبغاړې ګډون وکړي.

دا د "اروپا د میرمنو تور" سیالیو یوه برخه ده چې په سعودي عربستان کې کیږي. د "برتانیا اوپن" او د "سکاتلند اوپن" سیالیو څخه وروسته په دې سیالیو کې ګټونکي ته زیاته اندازه نقدي جایزه ورکول کیږي.

ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ په مارچ میاشت کې وشي، خو د کرونا ویروس وبا له کبله ځنډول شوې وې.

د سعودي عربستان د ګلف فدراسیون وايي تمه ده چې په دې نړیوالو سیالیو کې له ۱۰۰ زیاتې لوبغاړې ګډون وکړي.

د ګلف له نړیوالو سیالیو څخه وورسته ټاکل شوې چې په همدغه ځای کې د سعودي عربستان د ښځو د ګلف لوبې هم ترسره شي چې پکې به مسلکي او آماتور لوبغاړي ګډون وکړي.

په تیرو دوو کلنو کې دا دریم ځل دی چې په سعودي عربستان کې د میرمنو د ګلف نړیوالې سیالۍ ترسره کیږي، تر دې مخکې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال کې د نارینه وو د ګلف نړیوالې لوبې هم ترسره شوې وې.

په وروستیو کلنو کې په سعودي عربستان کې معتبرې لوبې لکه سوک وهنې، فوټبال، ټینس او غیږنیونې لوبې ترسره شوي چې د نړۍ وتلو لوبغاړو دغه هېواد ته سفر کړی دی.

زیاتره لوبې د نارینو په برخه کې ترسره شوي، خو چارواکي هڅه کوي د میرمنو په ګډون زیاتو لوبو ترسره کولو ته زمینه برابره کړي.

د سعودي عربستان د شهزاده محمد بن سلمان لخوا د اساسي اصلاحاتو له پیل څخه تراوسه په دغه هېواد کې ګڼ شمیر هنري، ورزشي پروګرامونه ترسره شوي دي، او ډیر شمیر مذهبي او محافظه کاره قوانین په تیره د میرمنو لپاره بدل شوي دي.

ټاکل شوې چې د میرمنو د ګلف نړیوالې سیالۍ په ژوندۍ بڼه په ټلویزیون هم خپرې شي، او تمه ده چې د نړیوالو پیاوړو لوبغاړو د ګډون له کبله به د لیدونکو شمیر یې هم زیات وي.

XS
SM
MD
LG