د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ټول ورزشي فعالیتونه بېرته پیل شوي


افغانستان کې ټول ورزشي فعالیتونه د کابو شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته پیل شوي دي.

دغه فعالیتونه چې د کروناویروس د خورېدو له امله په افغانستان کې ځنډول شوي وو دوه ورځې مخکې په رسمي ډول پیل شول.

د افغانستان د المپیک کمیټې چارواکي وايي ‌چې د لوبغاړو فعالیت د ماسک اغوستلو او د ټولینز واټن په مراعتولو مشروط دي.

د دغې کمېټې ویانده بنفشه فیضي په دې اړه د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۳ (وږي ۱۳) امریکا غږ ته وویل: "د عامې روغتیا وزارت د سپارښتو پر بنسټ ټول ورزشکاران اړ دي چې د ورزش په جریان کې صحي سپارښتنې په بام کې ونیسي."

اغلې فیضي زیاته کړه چې د کرونا ویروس له امله د لږېدلي ګرځبندیز له امله ټول لوبغاړي له کورنیو او نړیوالو لوبو پاتې شوی.

هغې زیاته کړه چې د المپیک کمېته هڅه کوي ترڅو دا تشه په راتلونکو میاشتو کې بېرته ډکه کړي.

په عین حال کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په دغه هېواد کې د ښځو د فوټپال د لیګ د پیلېدو خبر ورکړی دی.

همداشان د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ د شپږیزې لیګ اوم پړاو سیالۍ د راتلونکې شنبې په ورځ پیلېږي.

شپږ میاشتې مخکې کله چې افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبتې شوې ټول ورزشي فعالیتونه د یاد ویروس د لا خورېدو د مخنیوي لپاره وځنډول شول.

تر دې دمه ټول افغانستان کې تر اوسه ۳۸۲۳۳ مثتبې پېښې ثبتې شوي دي چې ۱۴۰۹ تنه یې له امله مړه او ۲۹۳۵۱ تنه ترې روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG