د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو جوزجان کې د سره صلیب شپږ کارکوونکي وژلي


په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې دا پیښه امریکا غږ ته تائید کړې ده
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې دا پیښه امریکا غږ ته تائید کړې ده

په کابل کې د نړیوال سره صلیب ادارې چارواکي وايي چې د دغې ادارې شپږ کارکوونکي نن د جوزجان ولایت د قوشتیپې ولسوالۍ د ترکمن قدوق په سیمه کې د آی سي آر سي پر موټرو د وسله والو په یو برید کې وژل شوي دي.

په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند احمد رامین ایاز امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د دغه برید وروسته د دوی دوه کارکوونکي لادرکه شوي دي.

ښاغلي ایاز وویل: "موږ دا تائیدو چې نن سهار د جوزجان په ولایت کې د سره صلیب د نړیوالې ادارې پر موټر برید شوی دی چې په پایله کې یې موږ خپل شپږ همکاران له لاسه ورکړل، موږ په جدي توګه په افغانستان کې د مرسته رسونې او بشري چارو د کارکوونکو په اړه اندېښمن یو. "

د جوزجان د والي ویاند رضا غفوري امریکا غږ ته وویل چې دا برید د دغه ولایت د قوشتیپې ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو له خوا شوی دی، هغه وویل چې د سره صلیب د کمیټې دوه کارکوونکي هم د دغې ډلې وسله والو له ځان سره وړي دي.

هغه وویل، چې د سره صلیب د کمیټې وژل شوي کارکوونکي افغانان وو، خو د دغې کمیټې ویاند د شپږو وژل شوو او دوو لا درکه کارکوونکو هویت څرګندولو څخه ډډه وکړه.

د جوزجان ولایت امنیه قوماندان جنرال رحمت الله ترکستاني هم له امریکا ږغ سره په خبرو کې دا پېښه تائید کړه، خو د پېښې په اړه یې جزئیات څرګند نه کړل.

همداشان د جوزجان امنیه قوماندان د بریدکوونکو د هویت په اړه څه ونه ویل.

د رپورټونو له مخې نړیوال سره صلیب کومیټې د قوش تیپې په ولسوالۍ د لیلیې دښتې په سیمه کې د بزګرانو کورنیو ته د څارویو لپاره واښه وړل چې وسله والو پرې برید وکړ.

د ژمي په موسم کې هر کال د رمو خاوندان د مېږو د وښو له کمښت سره مخ کیږي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې دجوزجان ولایت قوش تيپې ولسوالۍ کې د نړیوال سره صلیب د موټرو پر کاروان په برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

طالبانو رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي " د جوزجان ولایت قوش تيپې ولسوالۍ ترکمن قدوق سیمه کې دسره صليب په کاروان برید په مجاهدینو پورې اړه نلري، بلکې داختطافګرانو کاردی، مجاهدین بهد خپل وس سره سم د دغو جنایت کارانو په پيداکولو او مجازات کې خپله ټوله هڅه وکړي".

. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG