د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو دوه ایراني ‌پولیس ووژل- دولتي رسنۍ


ایراني رسنیو راپور ورکړی دی چې یو شمېر وسله والو د دغه هېواد په سویل لویدیځ د سیستان بلوچستان په ایالت کې دوه ایراني پولیس په ډزو وژلي دي.

د ایران رسمي اژانس ایرنا راپور ورکړی دی چې دا پېښه له پاکستان سره سرحد ته نژدې شوې ده.

دغه اژانس بریدکوونکي «سخت زړي ترهګر» یاد کړي دي او ویلي دي‌ چې پولیس په خپلو دندو بوخت و چې برید پرې شوی دی.

تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی او مقامات وايي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د ایران په دغه ایالت کې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي، بلوڅ بیلتون غوښتونکي او سني مذهبي افراطیان فعال دي‌ او معمولآ د دا ډول بریدونو پړه پرې اچول کېږي.

د جولاۍ په میاشت کې په همداسې یو بل وسله وال برید کې هم د ایران څلور پولیس ووژل شول.

تر دې مخکې د «جیش العدل»‌ په نوم وسله والې ډلې د یو بل برید مسئولیت منلی و چې دوه پولیس او څلور بریدګر په کې وژل شوي وو.

د ایران خبري رسنۍ همدغه راز راپور ورکړی دی چې د مۍ په وروستیو کې افغان طالبانو د ایراني پولیسو په یوې پوستې ډزې کړې دي. افغان طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي‌ او نه هم ویل شوي‌ دي چې په دې ډزو کې ایراني پولیسو ته زیان رسېدلی که نه.

د ایران د سیستان بلوچستان په ایالت کې تېرکال یو لړ خونړۍ مظاهرې وشوې، مظاهره کوونکو ادعا کوله چې یو پولیس افسر په یوې نجلۍ باندې جنسي تېری کړی دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG