د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د لشکر طیبه مشر ونیوه


حافظ سعید د لشکر طیبه ترهګرې ډلې مشر دی
حافظ سعید د لشکر طیبه ترهګرې ډلې مشر دی

په پاکستان کې چارواکي وایي د ترهګرې ډلې، لشکر طیبه، مشر حافظ سعید یې نیولی دی.

دی تورن دی چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبۍ ښار کې یې ترهګریز بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه ووژل شول. خو سعید په دغو بریدونو کې هر ډول لاس لرل ردوي.

د پنجاب ایالت یو ویاند شهباز ګل ویلي دي چې حافظ سعید د ترهګرو ډلو په تمویلولو تورن دی. امریکا او ملګرو ملتونو حافظ سعید د هغو کسانو په لست کې شامل کړی دی چې باید ونیول شي.

حافظ سعید د لشکر طیبه مشر د ګجرانو والا په ښار کې نیول شوی دی. هغه واشنګټن ډي سي ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په درشل کې نیول کیږي.

ویاند شهباز ګل وویل "پر هغه اصلي تور دا دی چې منع کړل شویو ډلو ته یې پېسې ټولې کړي چې دا کار غیر قانوني دي."

حافظ سعید په ۲۰۱۷ کال هم نیول شوی و خو بیا یې پر ځان لګول شوي تورونه رد او له بند څخه خوشې شوی و چې واشنګتن او هند په دغه کار سره خواشیني شوي هم و.

امریکا لشکر طیبه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

XS
SM
MD
LG