د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ترهگرو ډلو شتمنۍ کنگل کړي


پاکستان د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا د ٢٠١٩ کال د پریکړه لیک په اساس د هغو ډلو شتمنۍ کنگل کړیدي چې ملگرو ملتونو پرې بندیز لگولی دی

د پاکستان د بهرنو چارو وزرات وایي چې د ملگرو ملتونو د پریکړه لیک په اساس یې د دغو ډلو ضد اقدامات کړیدي او د هغوي شتمنۍ یې په کنټرول کې اخیستې دي.

د بهرنو چارو د وزرات ویاند وایي چې د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا دغه اقدامات د نړیوال امنیت لپاره ډیر ضرورې دي.

په پاکستان کې د ترهگرۍ د مخنیوي لپاره ادارې (نیکټا) ویلي دي ملگرو ملتونو چې کومې ډلې په تور لسټ کې شاملې کړیدي په هغې کې د لشکر جھنگوي، جماعت الدعوه، فلاح انسانیت ډله، القاعدہ، تحریک طالبان پاکستان او د لشکر طیبه په شمول ځینې نورې ډلې شاملې دي او اوس دغه ډلې د حکومت په کنټرول کې دي.

د نوي قانون په اساس د دغو ډلو ټولې شتمنۍ او د خلکو سره د مرستو لپاره ایمبولنسې او داسې نور شیان به د حکومت په لاس کې وي.

پاکستان په داسې وخت کې د ترهگرو ډلو په ضد دغه گامونه پورته کړیدي چې د هند په ولکې کشمیر کې د بو خونړۍ برید مسولیت په پاکستان کې میشتې د جیش محمد ډلې قبول کړ.

د هند د سخت فشار او په پاکستان کې د ترهگرو ډلو ضد عملیاتو وروسته د امریکا، بریتانیې او اسټرالیا حکومتونو د پاکستان نه غوښتي چې په خپله خاوره د ترهگرو ډلو ضد اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG